ای زما قومه! څوک له ما څخه د الله سزا لرې کولای شي که زه دغه مؤمنان په تيري پرته له ګناه څخه وشړم؟ آيا پند نه اخلئ او د هغه څه هڅه نه کوئ چې ستاسو لپاره زيات ښه او ګټور دي؟!
او زه تاسو ته نه وايم ای زما قومه: زما سره د الله هغه زېرمې دي چې په هغو کې يې روزي ده، زه يې پر تاسو لګوم که مو ايمان راوړ، نه درته وايم: زه په پټو پوهېږم، نه درته وايم: زه له پرښتو څخه يم، بلکې زه ستاسو غوندې انسان يم او نه د هغو بېوزلو په اړه وايم چې ستاسو سترګې يې سپک ګڼي او کم يې ګڼئ: چې هيڅکله به الله نه هغوی ته توفيق ورکړي او نه لارښوونه، الله د هغوی په نيتونو او حالاتو ډېر پوه دی او بېشکه که زه د دغې دعوی وکړم، د هغو تيري کوونکو له ډلې څخه به شم چې د الله د سزا وړ دي.
نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زه پرتاسو سزا نه راولم، هغه الله راولي که يې وغواړي، تاسو د الله له سزا څخه د تېښتې توان نلرئ که چېرې هغه تاسوته د سزا هوډ ولري.
نه زما پند تاسو ته او نه زما يادونه تاسوته ګته رسوي، که چېرې الله له نېغې لارې ستاسو لارورکي وغواړي او ستاسو د ضد له امله مو له لارښوونې لرې کړي، هغه مو پالونکی دی، همغه ذات دی چې ستاسو امر يې په لاس کې دی؛ نو لار ورکي کوي مو که وغواړي، د قيامت په ورځ يوازې همغه ته ورګرځئ؛ نو پرخپلو کړنو مو سزا درکوي.
د نوح عليه السلام د قوم د کفر له امله هغوی ګومان کوي، دغه دين چې راوړی يې دی له ځانه يې جوړ کړی دی، هغوی ته ووايه: ای رسوله! که مې له ځانه جوړ کړی وي؛ نو زما د ګناه سزا يوازې پر ما ده او ستاسو د درواغ ګڼلو له ګناه هيڅ هم پر غاړه نه اخلم او زه له هغه څخه بېزاره يم.
او الله نوح عليه السلام ته وحي وکړه: بېشکه ستا له قوم څخه ای نوحه! هيڅکله به څوک ايمان را نه وړي خو هغه کسان چې مخکې يې ايمان راوړی؛ نو مه غمجن کېږه ای نوحه! د هغو درواغ ګڼلو او ملنډو له امله چې هغوی يې د دغې اوږدې مودې په ترڅ کې ترسره کوي.