د دنيا په ژوند کې الله له خپل رحمت څخه د هغوی پسې لعنت، شړل او لرېوالی کړی، سره له دې چې هغوی ته د ډوبېدو تباهي رسېدلې ده او د قيامت په ورځ به له رحمت څخه شړل او لرېوالی ورپسې کړل شي، بد دي هغه څه چې هغوی ته رسېدلي د دوو ځلو پرله پسې لعنتونو او په دنيا او آخرت کې له سزا څخه.
او همدارنګه هغه نيونه او له بېخه اېستنه چې الله درواغ ګڼونکي کلي په هر وخت او ځای کې پرې نيولي دي، بېشکه د الله د ظالمو کليو نيونه يوه دردوونکې پياوړې نيونه ده.
د الله لخوا د دغو ظالمو کليو په سخته نيونه کې د هغه چا لپاره پند او نصيحت دی چې د قيامت د ورځې له سختې سزا وېريږي، دا هغه ورځ ده چې الله خلک د حساب لپاره ورته راغونډ وي او دغه د حاضرېدو ورځ ده چې د محشر خلک به ورته راټوليږي.
کله چې دغه ورځ راشي هيڅوک د کوم دليل او سپارښت په اړه خبرې نشي کولی تر څو د هغه اجازه نه وي، دوه ډوله خلک به وي: بدمرغه چې اور ته به ننوځي او نېکمرغه چې جنت (بڼ) ته به ننوځي.
تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه د چا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د هغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته.