هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې د الله له سزا د تېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه د الله د سزا مخه ونيسي، د قيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، د الله له لارې څخه د خپلو ځانونو او نورو د را ګرځولو له امله، په دنيا کې يې د حق او لارښوونې د منلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې د الله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه د هغوی د سختې مخ اړونې له کبله.
هغه کسان چې دغه خويونه لري، داسې خلک دي چې ځانونه يې زيانمن کړي دي د تباهۍ ځايونو ته د ورښکته کولو له امله چې له الله سره يې شريکان نيولي دي او ولاړل له هغوی څخه هغه شريکان او سپارښت کوونکي چې له ځانونو يې جوړول.
بېشکه هغه کسان چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړی دی، ښې کړنې يې ترسره کړې دي، د الله پر وړاندې يې سرټيټ کړی او عاجزي يې کړې ده همدوی د جنت (بڼ) څښتنان دي، چې تل به پکې پاتې کېدونکي وي.
هغوی ته نوح عليه السلام وويل: ای زما قومه! ماته خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا داسې دليل ولرم چې زما د رېښتينولي شاهدي ورکوي، پرتاسو مې تصديق لازموي، له خپل لوري يې پرما لورېينه کړې ده چې هغه نبوت او رسالت دی او هغه پرتاسو د خپلې ناپوهۍ له امله پټه شوې ده؛ آيا پر هغو مو د ايمان راوړلو لپاره اړ کړو او په زړونو کې مو په زور د ننه کړو؟! موږ د دې توان نلرو، څوک چې د ايمان توفيق ورکوي هغه الله دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الكافر لا ينتفع بسمعه وبصره انتفاعًا يقود للإيمان، فهما كالمُنْتَفِيَين عنه بخلاف المؤمن.
کافر له خپلو سترګو او غوږونو داسې ګټه نه پورته کوي چې د ايمان لوري ته يې بوځي؛ نو هغه دواړه (سترګې او غوږونه) په کافر کې لکه چې بيخي نه وي پر خلاف د مؤمن.
• سُنَّة الله في أتباع الرسل أنهم الفقراء والضعفاء لخلوِّهم من الكِبْر، وخُصُومهم الأشراف والرؤساء.
د الله سنت (لاره) د رسولانو په پيروانو کې دا ده چې هغوی بېوزله او کمزوري وي له لويۍ څخه د هغوی د خالي والي له امله او د هغوی بل لوري ته اشراف او رئيسان وي.
• تكبُّر الأشراف والرؤساء واحتقارهم لمن دونهم في غالب الأحيان.
د اشرافو او رئیسانو لويي او ډېری وخت له خپلو ځانو د ښکته خلکو سپک ګڼل.