الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو.قرآن داسې کتاب دی چې آيتونه يې د نظم او معنی له پلوه محکم کړل شوي دي؛ نو ته کومه خلا او نيمګړتيا پکې نه وينې، بيا د حلال او حرام، امر او نهي، ژمنې او وېرې، کيسو او داسې نورو يادونه پکې بيان کړل شوي دي، د داسې ذات له لوري چې په خپل تدبير او تشريع کې حکيم دی، د خپلو بندګانو پر احوالو او هغه څه ښه خبر دی چې هغوی لره سموونکي دي.
پر محمد صلی الله عليه وسلم د دغو نازل کړل شويو آيتونو مضمون: د بندګانو منع کول دي له دې چې له الله سره د بل چا عبادت وکړي، بېشکه زه ای خلکو تاسو لره د الله له سزا ډاروونکی يم که مو پر هغه کفر وکړ او سرغړونه مو ترې وکړه، د هغه د ثواب زېری درکوونکی يم که مو ايمان پرې راوړ او پر شريعت مو يې عمل وکړ.
ای خلکو ! د قيامت په ورځ مو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، هغه پاک ذات پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، ستاسو را ژوندي کول ستاسو له مرګ او بيا راپاڅولو وروسته ستاسو حساب يې نشي بې وسې کولی.