هغه سپېڅلی ذات دی چې لوی آسمانونه او لويه ځمکه يې پيداکړې ده، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په شپږو ورځو کې يې پيداکړي دي، د آسمانونو او ځمکې له پيدايښت مخکې د هغه عرش پر اوبو و، ترڅو مو وازمويي ای خلکو- چې کوم يو ستاسو داسې ښه کارکوونکی دی چې الله پرې خوښ شي، کوم يو ستاسو داسې بدکاره دی چې الله پرې غوسه کړي، که ووايې ای رسوله- ای خلکو تاسو له مرګ وروسته را پاڅول کېږئ، تر څو حساب در سره وشي؛ نو هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او له بیا پاڅولو څخه يې انکار کړې ده، هرومرو به ووايي: دغه قرآن چې ته يې لولې له څرګندو کوډو پرته بل څه نه دی؛ نو دا باطل دی او بطلان يې څرګند دی.
او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکواو له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا؛ هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېرزيات خوښي کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړي دي.
او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکو او له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا، هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېر زيات خوښۍ کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړې ده.
خو هغه کسان چې پر کړاوونو، پيروۍ او له ګناهونو صبر کوي، ښې کړنې تر سره کوي؛ نو د هغوی بل حال دی، چې هغوی ته نه ناهيلي رسيږي، نه د الله پر لورېينو کفر او نه پر خلکو لويي. دوی چې دغه خویونه لرونکي دي، هغوی لره د خپل پالونکي لخوا يې د ګناهونو بخښنه ده او په آخرت کې ورته لويه بدله.