نو که چېرې هغوی د خپلې ناتوانۍ له امله هغه څه را نه وړل چې ترې غوښتي مو دي؛ نو په يقيني توګه پوه شئ ای مؤمنانو! چې قرآن، الله په خپله پوهه پر استازي يې نازل کړی دی او هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی، پوه شئ چې په حقه له الله پرته بل د لمانځلو وړ نشته؛ نو آيا له دغه قطعي دلائلو وروسته هغه ته غاړه اېښودونکي ياست؟.
دغه کسان چې په داسې ناوړه هوډ سره متصف دي، هغوی لره د قيامت په ورځ له اور پرته چې ورننوځي به، بله هيڅ بدله نشته، له هغوی څخه يې د کړنو بدله ولاړه او کړنې يې له منځه تللې دي، ځکه له هغو(کړنو) مخکې يې نه ايمان لرلو او نه سم هوډ؛ نو پر هغو يې د الله خوښه او د آخرت کور نه غوښتلو.
هغه نبي - محمد صلی الله عليه وسلم- چې د خپل پالونکي لخوا ورسره دليل دی او د خپل پالونکي لخوا يې شاهد پيروي کوي، چې هغه جبريل دی او له دې مخکې پر نبوت يې تورات چې پر موسی عليه السلام نازل شوی، شاهدي ورکوي، ندی برابر د خلکو د لارښود او د هغوی دلورېينې په توګه، نه دي برابر هغه او هغه کسان چې له هغه سره يې ايمان راوړی له هغو کافرانو سره چې په لار ورکۍ کې لالهانده دي، دغه کسان پر قرآن ايمان لري او پر محمد صلی الله عليه وسلم چې قرآن پرې نازل شوی دی، او د ملتونو له خلکو څخه چې څوک له هغه انکار کوي، په ورځ د قيامت د هغه سره د اور ژمنه ده؛ نو ای رسوله! د قرآن او له هغوی سره د ژمنې په اړه په شک کې مه کېږه، دا هغه حق دی چې په هغو کې هيڅ شک نشته، خو ډېری خلک ايمان نه راوړي، سره له زياتو څرګندو دلائلو او ښکاره برهانونو.
او تر هغه هيڅوک زيات تېری کوونکی ندی چې پر الله درواغ تړي د شريک نيولو او هغه ته د زوی په نسبت کولو سره، دغه کسان چې پر الله درواغ تړي د قيامت په ورځ به پر خپل پالونکي وړاندې کړل شي، تر څو يې د کړنو په اړه پوښتنه ترې وکړي، د هغوی پرخلاف به له ملائکو او رسولانو څخه شاهدان وايي: دا هغه کسان دي چې پر الله يې درواغ تړل هغه ته د شريک او زوی په نسبت کولو سره، خبر اوسئ هغه پرځانو تېری کوونکي کسان چې پر الله درواغ تړي، الله له خپلې لورېينې شړلي دي.