او هر يو له اختلاف کوونکو چې يادونه یې وشوه، ستا رب دوی ته ای پیغمبره د دوی د کړنو د سزا تمه لري، نو څه چې خیر وي، د هغې بدله به خیر خیر وي، او څه چې بد و نو سزا به یې هم بده وي، ، پرته له شکه الله د هغه څه پر باريکيو ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي.
او ظالمو کافرانو ته په نرمۍ او مينه مه کږېږئ، چې د دغه کوږوالي له امله به اور درته ورسيږي، او له الله پرته تاسو لره دوستان نشته چې له اوره مو وژغوري بيا به هغه څوک ونه مومئ چې مرسته مو وکړي.