ساره وويل کله چې پرېښتو دغه حيروانوونکی زيری ورکړ:څنګه به مې بچی وشي حال دا چې زه د ډېر عمر يم، له بچي ناهيلې يم او دغه زما مېړه د بوډاوالي عمر ته رسېدلی؟! بېشکه په دغه حالت کې د بچي پيدا کېدل حيرانوونکی کار دی، د عادت خلاف دی.
پرېښتو ساره ته وويل ولې له زيري حيرانه شوې: آیا د الله له پرېکړې او تقديره حيرانېږې؟ پر ستا غوندې شخص دا خبره پټه نده چې الله پردغه څه قادر دی، پر تاسو د الله لورېينه او برکتونه دي ای د ابراهيم د کورنۍ خلکو! بېشکه الله په خپلو صفتونو او کړنو کې ستایل شوی دی، د درناوي او مرتبې څښتن دی.
کله چې له ابراهيم عليه السلام څخه وېره ولاړه چې د هغو مېلمنو لخوا ورته رسېدلې وه چې د هغه ډوډۍ يې ونه خوړله، وروسته له پوهېدو چې هغوی پرېښتې دي او د خوښۍ خبر ورته راغی چې د هغه به اسحاق زوی کيږي بيا يعقوب، زموږ له استازو سره يې د لوط عليه السلام د قوم په اړه شخړه پیل کړه، تر څو له هغوی سزا وروسته کړي او د لوط عليه السلام او د هغه کورنۍ وژغوري.
پرېښتو وويل: ای ابراهيمه! د لوط عليه السلام د قوم په اړه له شخړې لاس په سر شه، بېشکه ستا د پالونکي پرېکړه د هغه سزا د واقع کېدو په اړه چې پر هغوی ټاکل شوې ده راغله، بېشکه د لوط عليه السلام پر قوم لویه سزا راتلونکې ده چې شخړه او دعا يې مخه نشي نيولی.