કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
51 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْیَهُوْدَ وَالنَّصٰرٰۤی اَوْلِیَآءَ ؔۘ— بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر! تاسو مه جوړوئ د یهودیانو او نصاروو څخه حلیفان او خاص دوستان چې ملګرتیا ورسره کوئ، نو یهودیان بیشکه د خپل دین والاو سره دوستانه کوي، او نصاری د خپل ملت والاو سره دوستانه کوي، او ستاسو سره دښمني کول دا دواړه ډلې سره یوځاي کوي، او چاچې ورسره دوستانه وکړه ستاسو څخه نو یقینا دا کس د هغو د ډلې نه شو، بیشکه الله تعالی هدایت نه کوي ظالم قوم ته په سبب د دوستۍ د هغوی د کافرانو سره. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 5

فَتَرَی الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یُّسَارِعُوْنَ فِیْهِمْ یَقُوْلُوْنَ نَخْشٰۤی اَنْ تُصِیْبَنَا دَآىِٕرَةٌ ؕ— فَعَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَ بِالْفَتْحِ اَوْ اَمْرٍ مِّنْ عِنْدِهٖ فَیُصْبِحُوْا عَلٰی مَاۤ اَسَرُّوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ نٰدِمِیْنَ ۟ؕ

نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان د کمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې د یهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو د دې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا د دوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره د خپل طرفه چې په هغه سره به د یهودیانو او د هغوی د دوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي د دوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ د وجې د باطلیدو د هغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 5

وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— اِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ؕ— حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَاَصْبَحُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

او وایې به مومنان خلک تعجب به کوي د منافقانو په حال باندې: آیا دا دې هغه خلک چې قسمونه یې کول مضبوطول یې خپل قسمونه: یقینا دوی خامخا ستاسو سره دي -ای مومنانو- په ایمان او کامیابۍ او دوستۍ کې؟! برباد شول عملونه د دوی، نو دوی وروګرځیدل تاوانیان د وجې د نه رسیدلو نه خپل هدف ته، او په سبب د هغه عذاب چې دوی له تیار شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَنْ یَّرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَسَوْفَ یَاْتِی اللّٰهُ بِقَوْمٍ یُّحِبُّهُمْ وَیُحِبُّوْنَهٗۤ ۙ— اَذِلَّةٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اَعِزَّةٍ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ؗ— یُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَخَافُوْنَ لَوْمَةَ لَآىِٕمٍ ؕ— ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! څوک چې ستاسو څخه وګرځي د خپل دین څخه کفر ته نو زر دی چې رابه ولي الله تعالی یو قوم د دوی په ځای باندې چې الله تعالی به ورسره مینه کوي او دوی به د الله تعالی سره مینه کوي د دوی د استقامت د وجې نه، رحم کوونکی به وي په مسلمانانو باندې سختي کوونکی به وي په کافرانو باندې، جهاد به کوي په خپلو مالونو او خپلو نفسونو د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي، او نه ویریږي د ملامتیا د ملامت کوونکي نه؛ د وجې د مخکې کولو د رضا د الله تعالی د مخلوقاتو په رضا باندې، دا د الله تعالی د ورکړو څخه ده چې ورکوي یې چاته چې یې خوښه شي د خپلو بندګانو څخه، او الله تعالی د پراخه فضل او مهربانۍ والا دی، پوهه دی په هغه چا چې مستحق وي د دې د فضل؛ نو هغه ته يې ورکوي، او هغه څوک چې يې مستحق نه وي نو هغه ترې محروموي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 5

اِنَّمَا وَلِیُّكُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ رٰكِعُوْنَ ۟

نه دي یهودیان او نه نصاری او نه نور د کافرانو څخه ستاسو دوستان، بلکې ستاسو دوست او مددګار الله تعالی دی او د هغه پیغمبر دی، او مومنان دي هغه خلک چې لمونځ پوره پوره ادا کوي، او د خپلو مالونو زکاتونه هم ورکوي او دوی الله تعالی ته عاجزي کوونکي دي تابعدار هم دي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 5

وَمَنْ یَّتَوَلَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَاِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟۠

او چاچې دوستانه وکړه د الله تعالی سره او د هغه د پیغمبر سره او د مومنانو سره په کومک کولو، نو یقینا دا د الله تعالی د ډلې څخه دی، او د الله تعالی ډله چې ده هم دوی کامیاب دي؛ ځکه چې الله تعالی د دوی مددګار دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَكُمْ هُزُوًا وَّلَعِبًا مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ اَوْلِیَآءَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! مه نیسئ هغو کسانو لره چې مسخرې کوي ستاسو په دین پورې، او لوبې پرې کوي د هغه کسانو نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو نه د یهودو او نصاراوو او مشرکانو نه حلیفان او خاص دوستان، او وویریږئ د الله تعالی څخه په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړی یاست د دوستۍ د هغوی نه که چیرته تاسو په هغه باندې ایمان لرونکي یاست، او په هغه څه باندې چې په تاسو یې رانازل کړي دي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• التنبيه علي عقيدة الولاء والبراء التي تتلخص في الموالاة والمحبة لله ورسوله والمؤمنين، وبغض أهل الكفر وتجنُّب محبتهم.
خبر ورکول په عقیده د ولاء او براء (د دوستۍ او بې زارۍ) هغه چې راټولیږي (خلاصه کیږي) په دوستۍ کولو او مینه کولو کې د الله تعالی سره او د هغه د پیغمبر سره او د مومنانو سره، او په کرکه کولو کې د کافرانو سره او په ځان ساتلو کې د هغو له میني نه. info

• من صفات أهل النفاق: موالاة أعداء الله تعالى.
د منافقانو له صفاتو څخه : دوستانه کول د الله تعالی د دښمنانو سره دي. info

• التخاذل والتقصير في نصرة الدين قد ينتج عنه استبدال المُقَصِّر والإتيان بغيره، ونزع شرف نصرة الدين عنه.
سستي کول او کوتاهي کول په مدد کولو د دین کې کیدای شي چې دا نتیجه ترې راووځي چې دغه کوتاهي کوونکی بدل کړی شي او د هغه په ځای بل راوستل شي، او د هغه څخه د دین د مرستې کولو شرف واخیستل شي. info

• التحذير من الساخرين بدين الله تعالى من الكفار وأهل النفاق، ومن موالاتهم.
د الله تعالی پر دين له ملنډو وهونکو کافرانو او منافقانو څخه او د هغوی له دوستۍ څخه وېرول. info