કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
3 : 5

حُرِّمَتْ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوْذَةُ وَالْمُتَرَدِّیَةُ وَالنَّطِیْحَةُ وَمَاۤ اَكَلَ السَّبُعُ اِلَّا مَا ذَكَّیْتُمْ ۫— وَمَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ وَاَنْ تَسْتَقْسِمُوْا بِالْاَزْلَامِ ؕ— ذٰلِكُمْ فِسْقٌ ؕ— اَلْیَوْمَ یَىِٕسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ دِیْنِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ؕ— اَلْیَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِیْنَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَیْكُمْ نِعْمَتِیْ وَرَضِیْتُ لَكُمُ الْاِسْلَامَ دِیْنًا ؕ— فَمَنِ اضْطُرَّ فِیْ مَخْمَصَةٍ غَیْرَ مُتَجَانِفٍ لِّاِثْمٍ ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

کوم څاروی چې پرته له ذبحه کولو مړ شي د هغه خوړل الله پر تاسې ناروا کړي دي او پر تاسې يې بهېدونکې وينه، د خوګ غوښه او هغه څه چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل نوم پرې اخېستل شوی وي، په خپه کېدلو مردار شوی، په وهلو مردار شوی، له لوړځايه په لوېدلو مردار شوی او په ښکر وهل شوی او يا بل څه مردار شوی او يا دا چې څېروونکو ښکار کړی وي لکه زمری، پړانګ او لېوه، مګر دا چې له يادو شوو شيانو یې ژوندي ومومئ او ذبحه يې کړئ؛ نو هغه بيا ستاسو لپاره حلال دي او د بتانو لپاره ذبحه کړل شوي درباندې حرام کړل شوي دي او پر تاسې حرام کړل شوي چې په پيالو له غيبه قسمتونه ولټوئ، دا هغه ډبرې يا غشي دي چې پرې ليکل شوي وي: وکړه او يا مه کړه، نو کوم غشی يا ډبره چې ورته ووځي پر همغه عمل کوي، د دغو يادو ناروا شيانو ترسره کول د الله له پيروۍ وتل دي، نن هغه کسان چې کفر يې کړی دی ستاسو له دين څخه په ګرځېدلو کې نا هيلي شوي دي ځکه هغوی يې ځواک وليده، نو له هغوی مه وېرېږئ يوازې له ما ووېرېږئ، نن مو ستاسو لپاره ستاسو هغه دين بشپړ کړ چې هغه اسلام دی او پر تاسو مو خپله ښکاره او پټه پېرزوينه بشپړه کړه او اسلام مو د دين په توګه درته غوره کړ؛ نو له هغه پرته بل دين نه منم، څوک چې د لوږې څخه د مردارې خوړلو ته اړ شي پرته له دې چې هغه دې ګناه ته مائل وي؛ نو پر هغه په دې کار کې ګناه نشته، پرته له شکه الله بخښونکی مهربان دی.
info
التفاسير:

external-link copy
4 : 5

یَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَاۤ اُحِلَّ لَهُمْ ؕ— قُلْ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ۙ— وَمَا عَلَّمْتُمْ مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِیْنَ تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّٰهُ ؗ— فَكُلُوْا مِمَّاۤ اَمْسَكْنَ عَلَیْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهِ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- ستا ملګري چې الله تعالی دوی لره د څه شي خوراک جایز کړی؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه حلال کړي الله تعالی تاسو ته ټول هغه شیان چې پاک وي د خوراکونو څخه، او جایز کړی یې دی هغه چې ښکار کړی وي هغه ښکاري چې ښودنه ورته شوي وي د داړو والاو څخه لکه سپي او پړانګان، او د پنجو والا لکه باښې، تاسو ورته ښکار ښایئ د هغه نه چې الله تعالی په تاسو احسان کړي چې هغه پوهه ده په طریقو د ښکار سره، تر دې چې داسې شي چې امر ورته وکړي خبره مني، او چې منعه يې کړي منعه کیږي، نو خورئ د هغه څه نه چې نیولی یې وي د ښکار څخه اګر که مړ کړی یې هم وي، او یادوئ نوم د الله تعالی د هغه د لیږلو په وخت کې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه امرونو، او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی عملونو لره. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 5

اَلْیَوْمَ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ؕ— وَطَعَامُ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ ۪— وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ؗ— وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الْمُؤْمِنٰتِ وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ مُحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ وَلَا مُتَّخِذِیْۤ اَخْدَانٍ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ ؗ— وَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟۠

نن ورځ حلال کړی الله تعالی ستاسو لپاره خوراک د ټولو پاکو او خوندورو شیانو، او خوراک د حلالې د اهل کتابو د یهودو او نصاراو څخه، او حلال کړي یې دي ستاسو ذبیحې هغوی لره، او حلال ګرځولی ستاسو لپاره نکاح کول د ازادو پاک لمنو زنانه و سره له مومنانو څخه، او د ازادو پاک لمنو زنانه و سره د هغه چا نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو څخه د یهودو او نصاراو څخه کله چې تاسو هغوی ته د هغوی مهرونه ورکړی، او تاسو ځان ساتونکي وئ د کولو د بدکارۍ څخه او نه یاستئ جوړوونکي معشوقو لره چې بدکاري (زنا) ورسره کوئ، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په هغه څه چې الله تعالی جایز کړي د خپلو بندګانو لپاره د احکامو څخه نو یقینا برباد شو عمل د هغه د وجې د ورکیدو د شرط د هغه نه چې هغه ایمان دی، او دا کس به د قیامت په ورځ د تاوانیانو څخه وي د وجې د ننوتلو نه اور ته چې همیشه به وي په دې اور کې همیشه. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تحريم ما مات دون ذكاة، والدم المسفوح، ولحم الخنزير، وما ذُكِرَ عليه اسْمٌ غير اسم الله عند الذبح، وكل ميت خنقًا، أو ضربًا، أو بسقوط من علو، أو نطحًا، أو افتراسًا من وحش، ويُستثنى من ذلك ما أُدرِكَ حيًّا وذُكّيَ بذبح شرعي.
حراموالی د هغه څه چې مړ شوی وي پغیر د حلالولو (ذبحه کولو) نه، او وینه بهیدونکی، او غوښه د خنزیر، او هغه څه چې د حلالولو په وخت کې پرې د غیر الله نوم یاد شوی وي، او هر هغه حیوان چې ساه یې خپه شوي وي او مړ شوی وي، او یا په وهلو سره مړ شوی وي، او یا د بره نه د راغورځیدو په وجه مړ شوی وي، او يا په ښکر وهل شوی او مړ شوی وي، او یا داړلی وي یو وحشي ځناور، او ددې ټولو څخه هغه مستثنی دی چې ژوندی راګیر کړی شي او په شرعې طریقې سره حلال کړی شي. info

• حِلُّ ما صاد كل مدرَّبٍ ذي ناب أو ذي مخلب.
حلال دی هغه ښکار چې روزل شوي پنجه دار یا مښوکې والا ښکار کړی وي. info

• إباحة ذبائح أهل الكتاب، وإباحة نكاح حرائرهم من العفيفات.
جایز دي حلالې د اهل کتابو، او جایز دي نکاح کول د ازادو پاک لمنو زنانه و سره د اهل کتابو نه. info