કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
91 : 5

اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَیَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَعَنِ الصَّلٰوةِ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ ۟

بیشکه شیطان اراده لري چې تاسو ته نشه یې شیان او جواري(قمار) په زړه پورې کارونه وګرځوي، او ستاسو په زړونو کې یو بل ته دښمني او کینه واچوي،او د الله له یادولو او لمانځه څخه مو وباسي، نو آیا تاسو –ای مومنانو- پریښودونکي یاست دې منکراتو لره؟ هیڅ شک نشته چې دا ستاسو سره مناسبه ده، نو تاسو (د دې شیانو نه) بند شئ. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 5

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاحْذَرُوْا ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او تابعداري وکړئ د الله تعالی او تابعداري وکړئ د پیغمبر په عملې کولو د هغه څه چې شریعت پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې منع یې ترې کړې، او ځان وساتئ د نافرمانۍ څخه، نو که چیرته تاسو د دې نه مخ واړاوه نو پوه شئ چې بیشکه زمونږ په پیغمبر باندې رسونه د هغه څه ده چې الله تعالی ورته د هغه په رسولو امر کړی دی، او یقینا پیغمبر رسولی دی، نو که چیرته تاسو په سمه لار روان شوئ نو فایده د دې ستاسو د ځانونو لپاره ده، او که بدې مو وکړه نو د دې ګناه هم پر تاسو ده. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 5

لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠

نشته په هغو کسانو ګناه - چې په الله تعالی يې ایمان راوړی، او نیک عملونه یې کړی دي الله تعالی ته د نزدیکت په خاطر - چې هغوۍ څښلي د شرابو نه مخکې د حراموالی د هغو نه، کله چې هغوی د حرامو شیانو نه ځان ساتلی وي، ویریدونکي وي د الله تعالی د غصې نه په دوی باندې، ایمان راوړونکی وي په هغه باندې، ولاړ وي په نیکو کارونو باندې، بیا دوی زیات کړی وي د الله تعالی مراقبت تر دې چې داسې بندګي کوي لکه دوی چې يې ویني، او الله تعالی هغه کسان خوښوي چې داسې بندګي يې کوي لکه دوی چې یې ویني؛ د وجې د هغه څه نه چې دوی پکې دي د درک کولو د همیشه څارنې د الله تعالی دوی لره، او دا هغه څه دي چې مومن راکاږي خایسته کولو د خپل عمل ته او مضبوطوالی د هغه ته. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ای د ایمان والاو! خامخا به الله تعالی تاسې په سخت امتحان کې واچوي پدې سره چې د وچې ښکار به درته رامخې ته کړي پداسې حال کې چې تاسو په احرام کې یاست، دومره به یې درته اسانه کړي چې واړه حیوانات به په لاس راونیولی شئ او غت به په نیزو ښکار کړی شئ، دا ددې لپاره چې الله وګوري - په هغه علم سره چې ښکاره د بندګانو په لیدلو د هغوی سره پرې حساب کتاب وکړي - چې څوک ورڅخه په پټه ویریږي په الله له پوره ایمان درلودلو سره ، نو ښکار پریږدئ د هغه د پيدا کوونکي له ویرې؛ هغه ذات چې د ده له کړنو هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، نو څوک چې له حد نه واوښت ، او د احرام په حالت کې یې ښکار وکړ د حج او یا عمرې پر مهال، نو د قیامت په ورځ به دردوونکی عذاب ورورسیږي، ځکه هغه کار یې کړی چې الله ورڅخه منع کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— وَمَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَبَالَ اَمْرِهٖ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟

ای د ایمان والاو! تاسو مه وژنئ د صحرا ښکار لره په داسې حال کې چې تاسو محرمان یاست (قصد مو کړی وي) د حج یا عمرې، او چا چې ووژلو دې لره ستاسو نه په قصد سره نو په دې باندې بدله ده برابر د هغه ښکار چې ده قتل کړی وي د اوښ یا غوا او یا ګډې نه، فیصله به کوي پدې باندې دوه سړي چې صفت يې شوی وي په عدالت سره د مسلمانانو ترمنځ، او هغه چې دې دواړو پرې فیصله وکړه کیږي به پرې هغه څه چې کیږي په هدي باندې د لیږلو نه مکې ته او حلالول د هغې په حرم کې، او یا قیمت د دې د خوراک چې ورکولی به شي د حرم غریبانو ته، هر یو غریب ته به نیمه پیمانه (نیم صاع) ورکول کیږي، او یا به یوه ورځ روژه نیسي د هرې نیمې پیمانې مقابل کې د خوراک نه، دا ټول د دې لپاره چې (د احرام په حالت کې) د ښکار وژونکی وڅکي انجام د هغه کار چې ده پرې اقدام کړی د وژلو د ښکار نه. بخښنه کړي الله تعالی د هغه نه چې تیر شوي د وژلو د ښکار د حرم نه او د وژلو د احرام تړونکي سړي د وچې ښکار لره مخکې د حراموالي نه، او څوک چې بیرته راوګرځیده دې ته وروسته د حراموالي نه بدله به واخلي الله تعالی د دېه نه داسې چې په دې به ورله عذاب ورکړي، او الله تعالی قوي او ډیر زورور دی، او د هغه د قوت نه دا ده چې هغه بدله اخلي د هغه چا نه چې نافرماني يې ورڅخه کړی وي که چیرته يې خوښه شي، نه شې بندولی ده لره هیڅ بندوونکی. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• عدم مؤاخذة الشخص بما لم يُحَرَّم أو لم يبلغه تحريمه.
یو کس نه رانیول کیږي په هغه څه باندې چې حرام شوی نه وي او یا یې ورته حرمت نه وي رسیدلی. info

• تحريم الصيد على المحرم بالحج أو العمرة، وبيان كفارة قتله.
حرام دی ښکار په قصد کوونکی د حج یا عمرې، او بیان د کفارې د هغه چاچې ویې وژني. info

• من حكمة الله عز وجل في التحريم: ابتلاء عباده، وتمحيصهم، وفي الكفارة: الردع والزجر.
د یو شي په حراموالي کې د الله تعالی د حکمتونو نه دا دي: امتحان د خپلو بندګانو، او پاکول د هغوی، او همدارنګه په کفاره کې: بندول او رټنه ده. info