કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
14 : 5

وَمِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۪— فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَسَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟

او لکه څرنګه چې مونږ په یهودیانو باندې مضبوط لوظ اخیستی و همدغه شان لوظ مونږ په هغو کسانو هم اخیستلی و چې ځانونه یې پاک ګڼل چې دوی د عیسی علیه السلام تابعداران دي، نو دوی عمل پریښوده په یوه حصه د هغه چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، کوم کار چې له یهودو څخه د دوی مشرانو کړی و، او مونږه اچولې وه د دوی تر منځ جګړه ماري او سخته کرکه د یو بل څخه د قیامت تر ورځې پورې، نو شو دوی یو بل سره سخت جکړه کوونکي کافر کول به یې یو بل لره، او زر دی چې خبر به یې کړي الله تعالی په هغو کارونو چې دوی کول، او بدله به ورله پرې ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 5

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ؕ۬— قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّكِتٰبٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

ای یهودیانو د تورات والاو، او نصاراو د انجیل والاو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ محمد –صلی الله علیه وسلم- چې بیانوي تاسو ته ډیر د هغه څه نه چې تاسو پټ کړي و د هغه کتاب څخه چې په تاسو نازل شوی وو، او مخ به اړوي د ډیرو دغو پټ شوو شیانو څخه هغه چې څه مصلحت پکې نه وي صرف ستاسو رسوا کول پکې وي، بیشکه راغلی تاسو ته قران کریم کتاب د الله تعالی له طرفه، او دا رڼا ده چې رڼا پرې کیدلی شي، او کتاب دی بیانوونکی (واضح کوونکی) هر هغه څه لره چې خلک ورته په خپلو دنیوي او اخروي چارو کې ضرورت لري. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 5

یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

لارښوونه کوي الله تعالی په دې کتاب سره هغه چاته چې تابعداري يې کړي وي د هغه څه چې الله تعالی پرې راضي کیږي د ایمان او نیک عمل څخه لارې د خلاصون ته د الله تعالی له عذاب څخه، او هغه لارې رسیدونکې دې جنت ته، او راوباسي دوی له تیارو د کفر او ګناه څخه رڼاګانو د ایمان او تابعدارۍ ته په خپل حکم، او توفیق ورکوي دوی ته لارې برابرې نیغې ته چې هغه د اسلام لار ده. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 5

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

بیشکه کفر کړی و هغو کسانو چې ویلي وو د نصاراو څخه چې بیشکه الله تعالی مسیح عیسی بن مریم دی، ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: څوک دا طاقت لري چې د الله تعالی مخنیوی وکړي د هلاکولو (مړه کولو) د مسیح عیسی بن مریم نه او د هلاکولو (مړه کولو) د مور د هغه نه، او د دې نه چې هلاک کړي ټول هغه څوک چې په دنیا کې دي کله چې الله تعالی اراده د هلاکولو د دوی وکړي؟! او کله چې هیڅ یو کس دا طاقت نه لري چې الله تعالی بند کړي د دې څخه نو دا په دې خبره دلالت کوي چې نشته دی لایق د عبادت په حق سره مګر الله تعالی دی، او یقینا ټول شیان: عیسی بن مریم او د هغه مور او ټول خلک دا د الله تعالی مخلوق دي، او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځه دي، پیدا کوي څه چې الله تعالی وغواړي، او بعضې د هغه نه چې غوښتلی یې دی پیدایش د هغه: عیسی –علیه السلام- دی؛ نو هغه یې بنده او رسول دی، او الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تَرْك العمل بمواثيق الله وعهوده قد يوجب وقوع العداوة وإشاعة البغضاء والتنافر والتقاتل بين المخالفين لأمر الله تعالى.
د الله تعالی په وعدو او لوظونو باندې عمل پریښودل په تحقیق سره سبب کیدی شي د پیداکیدلو د دښمنۍ او د خپریدلو د کینې او د نفرت او د جنګ په منځ د مخالفینو د الله تعالی د امر. info

• الرد على النصارى القائلين بأن الله تعالى تجسد في المسيح عليه السلام، وبيان كفرهم وضلال قولهم.
رد دی په نصاراو باندې چې ویوونکي دي د دې خبرې چې بیشکه الله تعالی د مسیح –علیه السلام- په شکل کې ننوتلی و، او بیان د کفر او د ګمراهۍ د هغوی د وینا. info

• من أدلة بطلان ألوهية المسيح أن الله تعالى إن أراد أن يهلك المسيح وأمه عليهما السلام وجميع أهل الأرض فلن يستطيع أحد رده، وهذا يثبت تفرده سبحانه بالأمر وأنه لا إله غيره.
د مسيح د الوهيت د بطلان له دلايلو څخه دا هم دی چې که الله تعالی د مسيح، د هغه د مور عليهما السلام او د ځمکې د ټولو خلکو د له منځه وړلو اراده وکړي؛ نو هيڅوک به يې د منعې کولو توان ونه لري، دا د الله په خپل امر کې يوازيتوب ثابتوي او دا چې له هغه پرته بل الله نشته. info

• من أدلة بطلان ألوهية المسيح أن الله تعالى يُذَكِّر بكونه تعالى ﴿ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ﴾ (المائدة: 17)، فهو يخلق من الأبوين، ويخلق من أم بلا أب كعيسى عليه السلام، ويخلق من الجماد كحية موسى عليه السلام، ويخلق من رجل بلا أنثى كحواء من آدم عليهما السلام.
د مسيح د الوهيت د بطلان له دلايلو څخه دا هم دی چې الله تعالی څه وغواړي پيداکوي يې، کله له مور او پلاره څوک پيداکوي، يا يې پرته له پلاره يوازې له موره پيداکوي لکه عيسی عليه السلام، يا يې له جماده پيداکوي لکه د موسی عليه السلام مار او يا يې پرته له ښځينه پيداکوي لکه حواء له آدم عليهما السلام څخه. info