કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
84 : 5

وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَمَا جَآءَنَا مِنَ الْحَقِّ ۙ— وَنَطْمَعُ اَنْ یُّدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او کوم یو سبب دی چې حایل به شي زمونږ او د ایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او په هغه حق چې نازل کړی يي دی هغه چې محمد -صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی! او مونږ امید او هیله لرو جنت ته د ننوتلو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارانو سره هغه چې غاړه کیښودونکی دي الله تعالی ته ویریدونکي دي د هغه له عذاب نه. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 5

فَاَثَابَهُمُ اللّٰهُ بِمَا قَالُوْا جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزَآءُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نو بدله ورکړه الله تعالی دوی ته د دوی په ایمان لرلو او په اعتراف په حق باندې جنتونه چې بهیږي ویالې لاندې د بنګلو (ماڼیو) او د ونو د هغې همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، او دا بدله ده د خایسته کار کوونکو په تابعدارۍ د دوی کې حق لره او په غاړه کیښودلو د دوی (حق لره) پغیر د قید او شرط نه. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 5

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟۠

او هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او نسبت د دروغو يي کړی د الله تعالی آیتونو ته هغه چې په خپل پیغمبر يي نازل کړي، دغه کسان همیشه د لمبو والا اور کې دي، هیڅکله به د دې نه نه راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُحَرِّمُوْا طَیِّبٰتِ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! تاسو په ځان مه حراموئ خوندور حلال شیان د خوراکونو او څښاکونو او د نکاح څخه، تاسو يي په ځان باندې د دنیا نه د بې رغبتۍ او بندګۍ له وجې مه حراموئ، او تاسو مه تیریږئ د پولو د هغه څه نه چې الله تعالی په تاسو حرام کړي، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه، بلکې بغض ورسره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 5

وَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟

او خورئ د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د خپل رزق نه پداسې حال کې چې حلال او پاک وي، نه دا چې حرام وي لکه په زوره اخیستل شوی وي او یا يي عقل بد ګڼي، او وویریږئ د الله تعالی نه په عملي کولو سره د هغه حکمونو لره او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، نو الله؛ هغه ذات دی چې تاسو پرې ایمان لرئ، او ستاسو ایمان لرل په هغه باندې په تاسو لازموي چې د هغه نه وویریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 5

لَا یُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغْوِ فِیْۤ اَیْمَانِكُمْ وَلٰكِنْ یُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُّمُ الْاَیْمَانَ ۚ— فَكَفَّارَتُهٗۤ اِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسٰكِیْنَ مِنْ اَوْسَطِ مَا تُطْعِمُوْنَ اَهْلِیْكُمْ اَوْ كِسْوَتُهُمْ اَوْ تَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ ؕ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ ؕ— ذٰلِكَ كَفَّارَةُ اَیْمَانِكُمْ اِذَا حَلَفْتُمْ ؕ— وَاحْفَظُوْۤا اَیْمَانَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

الله تعالی تاسو نه رانیسي –ای مومنانو- په هغه چې ستاسو په خولو باندې راځې د قسم خوړلو نه په غیر د قصد نه، لیکن رانیسي تاسو لره په هغه څه چې مضبوط قصد کړی وي تاسو په هغه باندې، او مضبوط کړي مو وي زړونه په هغه باندې او بیا مو مات کړی وي دغه قسم، نو لرې کوي ستاسو نه ګناه د هغه څه چې تاسو پرې قصد کړی وي د قسمونو نه او په خولی پرې ګویا شوی یاست کله چې تاسو مات کړئ قسم لره یو د دریو شیانو څخه چې ستاسو کوم یو خوښ وي او هغه دا شیان دي: خوراک ورکول دي لسو غریبانو ته د درمیانه خوراک ستاسو د ښار والاو نه، هر یو مسکین ته نیم صاع، او جامې کول هغوی ته هغه چې ستاسو په رواج کې ورته جامی وايې، او یا ازادول د یو څټ مومن (مریي)، نو که چیرته دې کفاره ورکوونکی کس د دې دریو شیانو څخه یو هم پیدا نه کړ نو بیا دې درې ورځې روژې ونیسي د کفارې په ډول، دا چې ذکر شو دا کفاره ده ستاسو د قسمونو –ای مومنانو- کله چې تاسو په الله تعالی باندې قسمونه وکړئ او بیا درباندې قسم واوړي (قسم مات کړئ)، او وساتئ خپل قسمونه د قسم کولو نه په الله تعالی باندې په دروغو سره، او ځان وساتئ د ډیرو قسمونو نه په الله تعالی باندې، او ځان وساتئ د بې وفایي نه په قسم باندې کله چې قسم باندې بی وفایی خیر نه وي، نو بیا د خیر کار وکړئ، او د خپلو قسمونو څخه کفاره ورکړئ، لکه څرنګه چې الله تعالی تاسو ته د قسم کفاره بیان کړې همدغه شان یې تاسو ته د خپلو حلالو او حرامو واضح کوونکي احکام بیان کړي، د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته يي هغه څه درښودلی چې تاسو پرې نه پوهیدئ. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَیْسِرُ وَالْاَنْصَابُ وَالْاَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ فَاجْتَنِبُوْهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

ای د ایمان والاو! بیشکه نشه کوونکي شیان هغه چې عقل ختموي، او جواري چې د دواړو خواو نه په بدل باندې شامل وي، او هغه ګټه چې مشرکان ورسره د تعظیم د وجې نه قرباني کوي او د خپلو عبادتونو لپاره يي ودروي، او هغه غشي چې دوی پرې لټوي هغه نصیب او برخه چې دوی ته مقرر شوې د غیبو نه، دا ټول ګناه ده د شیطان د خایسته کوونکو شیانو څخه دي، نو تاسو لرې واوسئ د دې کارونو نه د دې لپاره چې کامیاب شئ په عزتمنده زندګۍ باندې په دنیا او د جنت په نعمتونو په اخرت کې. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• الأمر بتوخي الطيب من الأرزاق وترك الخبيث.
امر دی پر دې چې د رزق لپاره دې پاک شیان ولټول شي او له ناپاکو څخه دې ډډه وشي. info

• عدم المؤاخذة على الحلف عن غير عزم للقلب، والمؤاخذة على ما كان عن عزم القلب ليفعلنّ أو لا يفعلنّ.
هغه سوګند چې د زړه له ارادې څخه نه وي نیول پرې نشته، او نیول شته دی په هغه باندې چې کوم د زړه له قصد څخه وي چې خامخا به داسی کوي او یا به يې نه کوي. info

• بيان أن كفارة اليمين: إطعام عشرة مساكين، أو كسوتهم، أو عتق رقبة مؤمنة، فإذا لم يستطع المكفِّر عن يمينه الإتيان بواحد من الأمور السابقة، فليكفِّر عن يمينه بصيام ثلاثة أيام.
د قسم د کفارې بیان چې: ډوډۍ ورکول دي لسو مسکینانو ته، او یا هغوی ته جامی کول دي، او یا ازادول د مریي مسلمان دي، نو که چیرته د قسم نه کفاره ورکوونکي یو د دې دریو شیانو څخه پیدا نه کړی شو، نو بیا دې د خپل قسم نه درې ورځې روژې ونیسي. info

• قوله تعالى: ﴿... إنَّمَا الْخَمْرُ ...﴾ هي آخر آية نزلت في الخمر، وهي نص في تحريمه.
د الله تعالی دا وینا: (( ... إنَّمَا الخمرُ... )) دا اخرنی ایت دی چې د شرابو باره کې نازل شوی، او دا آیت نص دی په حراموالي د شرابو. info