કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
42 : 5

سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ اَكّٰلُوْنَ لِلسُّحْتِ ؕ— فَاِنْ جَآءُوْكَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ اَوْ اَعْرِضْ عَنْهُمْ ۚ— وَاِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ یَّضُرُّوْكَ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟

دا یهودیان دروغو ته ډیر غوږ کیښودونکي دي، ډیر خوړونکي دي حرام مال لره لکه سود، نو که چیرته تاته فیصله راوړي –ای پیغمبره- نو ته د دوی ترمنځ فیصله وکړه که ستا خوښه وي، او یا يې ترمنځ فیصله مه کوه که ستا خوښه وي، تا ته د دې دواړو کارونو اختیار شته، او که ته چیرته د دوی ترمنځ فیصله ونه کړي نو هیڅ ضرر تاته نشي دررسولی، او که چیرته د دوی تر منځ فیصله کوې نو فیصله وکړه د دوی ترمنځ په عدل او انصاف سره، اګر که دوی ظالمان او دښمنان دي، بیشکه الله تعالی خوښوي انصاف کوونکي په خپلو فیصلو کي، او اګر که د فیصلې والا د فیصله کوونکي (قاضي) دښمنان هم وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 5

وَكَیْفَ یُحَكِّمُوْنَكَ وَعِنْدَهُمُ التَّوْرٰىةُ فِیْهَا حُكْمُ اللّٰهِ ثُمَّ یَتَوَلَّوْنَ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠

او یقینا د دوی کار خو عجیب دی، نو دوی په تا باندې کفر کوي، او بیا تاته فیصلې هم راوړي په دې امید چې شاید ته به د دوی د خواهشاتو موافق فیصله وکړې، او دوی چې دي د دوی سره تورات دی هغه چې ګمان کوي چې دوی پرې ایمان لري، په دې کې د الله تعالی فیصلې دي، بیا دوی مخ اړوي ستا د فیصلې څخه کله چې د دوی د خواهشاتو سره موافق نه وي، نو دوی یوځای کړ کفر په هغه څه چې د دوی په کتاب کې دی، او مخ اړول ستا د فیصلې څخه، او د دوی دا کار د مومنانو د کار په شان ندی، نو دوی په دغه وخت کې ایمان لرونکي ندي په تا باندې او په هغه دین چې تا پرې راتګ کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 5

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا التَّوْرٰىةَ فِیْهَا هُدًی وَّنُوْرٌ ۚ— یَحْكُمُ بِهَا النَّبِیُّوْنَ الَّذِیْنَ اَسْلَمُوْا لِلَّذِیْنَ هَادُوْا وَالرَّبّٰنِیُّوْنَ وَالْاَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوْا مِنْ كِتٰبِ اللّٰهِ وَكَانُوْا عَلَیْهِ شُهَدَآءَ ۚ— فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟

بیشکه مونږ تورات نازل کړی په موسی –علیه السلام- په دې کې ښودنه ده د خیر طرف ته، او رڼا ده چې روښنایي پرې کیږي، فیصلې به کوي په دې باندې د بنی اسرائیلو پیغمبران هغه کسان چې الله تعالی ته يې غاړه کیښودې وه په تابعدارۍ سره، او فیصلې کوي په دې سره علما او فقها هغوی چې د خلکو روزنه یې کوله د دې وجې نه چې الله تعالی ترې طلب د حفاظت د خپل کتاب کړی وو، او دوی یې په دې باندې امانتدار ګرځولي وو چې ساتي به یې له تحریف او تبدیل څخه، او دوی په دې باندې ګواهي کوونکی وو چې دا حق دی، او دوی ته به خلک ورګرځیدل د دې په باره کې، نو تاسو مه ویریږئ –ای یهودیانو- د خلکو څخه او یواځې زما څخه وویریږئ، او تاسو مه اخلئ په عوض د فیصلې کولو په هغه شي چې الله تعالی نازل کړي دي قیمت لږ د مشرۍ یا مرتبې یا مال څخه، او څوک چې فیصله ونه کړي په هغه څه چې الله تعالی رانازل کړي د وحې نه او حلال ګڼونکی وي دی فیصلې د غیر الله لره، او یا د الله تعالی په رالیږل شوي کتاب باندې فیصلې کولو ته په بل شي باندې غوره والی ورکوي، او یا یې ورسره برابروي نو بیشکه دغه کسان همدغه په ریښتیا سره کافران دي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 5

وَكَتَبْنَا عَلَیْهِمْ فِیْهَاۤ اَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ ۙ— وَالْعَیْنَ بِالْعَیْنِ وَالْاَنْفَ بِالْاَنْفِ وَالْاُذُنَ بِالْاُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ ۙ— وَالْجُرُوْحَ قِصَاصٌ ؕ— فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهٖ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهٗ ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

او مونږه فرض کړی و په یهودیانو باندې په تورات کې دا حکم چې یقینا چاچې وواژه یو نفس لره په نا حقه سره قصدا نو هغه به پرې وژل کیږي، او چاچې راوویستله د چا سترګه قصدا نو د هغه سترګه به هم راویستل کیږي، او چاچې د چا پوزه قصدا غوڅه کړه د هغه پوزه به غوڅیږي، او چاچې قصدا د چا غوږ غوڅ کړ د هغه غوږ به هم غوڅیږي، او چاچې د چا غاښ قصدا وویست د هغه غاښ به هم ویستل کیږي، او مونږه دا هم فرض کړی وو په دوی باندې چې یقینا په هر یو زخم کې به زیاتی کوونکي ته سزا ورکول کیږي د هغه د زیاتي په شان، او چاچې صدقه وکړه په عفوې سره زیاتي کوونکي ته نو یقینا د هغه عفوه کفاره شوه د ده د ګناهونو؛ د وجې د عفوې د ده نه هغه چاته چې ظلم یې پرې کړی وو، او چا چې فیصله ونه کړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی د قصاص باره کې او یا د نورو شیانو باره کې، نو یقینا دا کس تیریدونکی دی د الله تعالی د پولو څخه. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تعداد بعض صفات اليهود، مثل الكذب وأكل الربا ومحبة التحاكم لغير الشرع؛ لبيان ضلالهم وللتحذير منها.
د یهودو ځینو صفتونو ته اشاره لکه دروغ وییل، سود خوړل، او د الله له شریعت څخه بل قانون ته د فیصلې وړلو ته لیوالتیا، دا د دې لپاره چې د دوی ګمراهۍ ښکاره شي او خلک ورڅخه وویرول شي. info

• بيان شرعة القصاص العادل في الأنفس والجراحات، وهي أمر فرضه الله تعالى على من قبلنا.
په نفسونو او زخمونو کې د عادلانه قصاص روا والی، او دا چې دا د الله تعالی امر دی چې دا کار یي فرض کړی زمونږ څخه وړاندې په نورو خلکو هم. info

• الحث على فضيلة العفو عن القصاص، وبيان أجرها العظيم المتمثّل في تكفير الذنوب.
د قصاص پر ځای بخښني ته د هڅولو غوره والی، او بیان د لوی اجر د عفوی چې د ګناهونو بخل دي. info

• الترهيب من الحكم بغير ما أنزل الله في شأن القصاص وغيره.
په قصاص او نورو حکمونو کې پرته له هغه څه چې الله نازل کړي دي له فیصلې کولو څخه ویرول. info