કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
37 : 5

یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنَ النَّارِ وَمَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنْهَا ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟

دوی له اور څخه وتل غواړي کله چې ورته ورننوځي، خو لیکن داسې چیرته کیدلی شي؟! نو پس دوی هیڅکله هم د دې نه نشې وتلی، او دوی لره به په دې کې همیشني عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 5

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْۤا اَیْدِیَهُمَا جَزَآءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

او غل سړی او غله ښځه عوڅ کړئ –ای واکدارانو- ښي لاس د دې دواړو بدله ده دوی لره او سزا ده د الله تعالی له طرفه په هغه وجه چې دې دواړو کومه ګناه کړي چې د خلکو مالونه يې په ناحقه سره اخیستي، او ویره ورکول هم دي دې دواړو لره او نورو خلکو لره هم، او الله تعالی چې دی زورور دی هیڅ شی پرې نشي غالب کیدلی، د حکمت والا دی په خپل تقدیر او شرع کې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 5

فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَاَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

نو پس چاچې توبه وویستله الله تعالی ته د خپلې غلا څخه، او برابر یې کړ خپل عمل، نو بیشکه الله تعالی رجوع د رحمت کوي په ده باندې د خپلې مهربانۍ له مخې؛ دا ځکه چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی د ګناهونو د خپلو هغو بندګانو چې توبه یې ویستلې وي، رحم کوونکی دی په هغوی، لیکن د هغوی څخه حد نه کوزیږي په توبې سره کله چې خبره واکدار ته ورسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 5

اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

بیشکه تاته پته ده –ای پیغمبره- چې یقینا خاص الله تعالی لره بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې ده واک پکې چلوي څرنګه چې يې خوښه شي، او بیشکه الله تعالی عذاب ورکوي چاته وغواړي په انصاف سره، او بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره، بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 5

یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ لَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ مِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوْبُهُمْ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا ۛۚ— سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ سَمّٰعُوْنَ لِقَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۙ— لَمْ یَاْتُوْكَ ؕ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهٖ ۚ— یَقُوْلُوْنَ اِنْ اُوْتِیْتُمْ هٰذَا فَخُذُوْهُ وَاِنْ لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوْا ؕ— وَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ فِتْنَتَهٗ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللّٰهُ اَنْ یُّطَهِّرَ قُلُوْبَهُمْ ؕ— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ ۙ— وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

ای پیغمبره! خفګان کې دي وانه چوي تالره هغه څوک چې کوشش کوي په ښکاره کولو د کارونو دکفر کې د دې لپاره چې تا غصه کړي د منافقانو څخه هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر لره. او خفګان کې دي وانه اچوي تا لره یهودیان هغه چې غوږونه ږدي د خپلو مشرانو درواغو ته او منې يې، په داسې حال کې چې تقلید کوونکي دي خپلو مشرانو لره هغه چې تاته نه دي راغلی د وجې د مخ اړولو ستا څخه، بدلوي دوی خبرې د الله تعالی چې په تورات کې دي په هغه ډول چې د دوی د خواهشاتو سره موافق وي، خپلو پیروانو ته وایې: که چیرته د محمد فیصله ستاسو د خواهشاتو سره برابره شوه نو تابعداري یې وکړئ، او که چیرته یې مخالفه شوه نو بیا ترې ځان وساتئ، او هر هغه څوک چې الله تعالی یې ګمراه کیدل وغواړي د خلکو څخه نو هیچیري به ته بیانه مومې –ای پیغمبره- څوک چې واړوي د دوی نه ګمراهي او روان کړي دوی د حق لارې ته، دغه کسان چې د دې صفتونه والا دي د یهودیانو او منافقانو څخه دا هغه کسان دي چې نه غواړي الله تعالی چې پاک کړي زړونه د دوی د کفر نه، د دوی لپاره په دنیا کې شرمندګي او رسوایې ده، او په اخرت کې به د دوی لپاره لوی عذاب وي، او هغه عذاب د اور دی. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• حكمة مشروعية حد السرقة: ردع السارق عن التعدي على أموال الناس، وتخويف من عداه من الوقوع في مثل ما وقع فيه.
د غلا د حد د روا کیدلو حکمت: د غل مخه نیول دي د تیري کولو نه د خلکو په مالونو باندې، او ویره ورکول دي پغیر د غل څخه نورو خلکو ته د واقع کیدلو نه په هغه څه کې چې دا غل پکې واقع شوی دی. info

• قَبول توبة السارق ما لم يبلغ السلطان وعليه إعادة ما سرق، فإذا بلغ السلطان وجب الحكم، ولا يسقط بالتوبة.
د غل توبه قبلیږي تر څو چې باچا ته يې خبر نه وي رسیدلی او په ده باندې لازم دي واپس کول د هغه مال چې ده پټ کړی وي، نو کله چې باچا ته خبره ورسیږي نو بیا پرې حکم واجبیږي، او په توبې سره نه ساقطیږي. info

• يحسن بالداعية إلى الله ألَّا يحمل همًّا وغمًّا بسبب ما يحصل من بعض الناس مِن كُفر ومكر وتآمر؛ لأن الله تعالى يبطل كيد هؤلاء.
د الله تعالی طرف ته بلونکي ته پکار دي چې هیڅ غم او سوچ ونه کړي د هغه څه په وجه چې د ځیني خلکو څخه کیږي د کفر او چل او ددې خلاف مشورو نه؛ ځکه چې الله تعالی د دوی دوکې بربادوي. info

• حِرص المنافقين على إغاظة المؤمنين بإظهار أعمال الكفر مع ادعائهم الإسلام.
منافقان دا حرص کوي چې مومنان غصه کړي په ښکاره کولو د کارونو د کفر سره د دې نه چې د اسلام دعوی کوي. info