કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
18 : 5

وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ وَالنَّصٰرٰی نَحْنُ اَبْنٰٓؤُا اللّٰهِ وَاَحِبَّآؤُهٗ ؕ— قُلْ فَلِمَ یُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوْبِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؗ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟

او دعوی کړې هر یو له یهودو او نصاراو څخه چې بیشکه دوی د الله تعالی زامن او د هغه دوستان دي، ته ورته ووایه –ای پیغمبره- پداسې حال کې چې رد کوونکی یې په دوی باندې: ولې الله تعالی عذاب درکوي تاسو ته په هغو ګناهونو چې تاسو یې کوئ؟! نو که چیرته تاسو د الله تعالی دوستان وئ لکه څرنګه چې تاسو ګمان کوئ نو عذاب به یې نه وی درکړی په وژلو او مسخ کولو (بدلولو د شکلونو) سره په دنیا او په اخرت کې په اور باندې؛ ځکه چې الله تعالی هغه چاته عذاب نه ورکوي چې خوښ یې وي، بلکې تاسو هم انسانان یاست لکه د نورو انسانانو، چاچې د دوی څخه ښه عملونه وکړل جنت به ورته ورکړي، او چاچې بد وکړل په اور به ورله سزا ورکړي، پس الله تعالی بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل او انصاف سره، او خاص یواځې الله تعالی لره دی اختیار د اسمانونو او ځمکو او اختیار د هغه څه چې د دی دواړو تر منځه دی، او یواځې هغه ته ورګرځیدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 5

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ عَلٰی فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا جَآءَنَا مِنْ بَشِیْرٍ وَّلَا نَذِیْرٍ ؗ— فَقَدْ جَآءَكُمْ بَشِیْرٌ وَّنَذِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

ای د کتاب والاو یهودیانو او نصاراو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ- چې محمد – صلی الله علیه وسلم- دی وروسته د بندیدلو د پیغبمرانو څخه او - د سخت ضرورت په وخت کې د هغه رالیږلو ته؛ د دې وجې نه چې تاسو عذر او ګیله ونه کړئ چې: بیشکه مونږ ته څوک پیغمبر نه وو راغلی چې مونږ ته د الله تعالی په ثوابونو زیری راکړي، او د هغه له سزاګانو څخه مو وویروي، نو په تحقیق سره راغلی تاسو ته محمد –صلی الله علیه وسلم- زیری درکوونکی د الله تعالی په ثواب باندې او ویره درکوونکی د هغه د سزا او عذاب څخه، او بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی، او د هغه له قدرت څخه د پیغمبرانو رالیږل دي، او د هغو لړۍ یې پر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې پای ته رسولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 5

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَعَلَ فِیْكُمْ اَنْۢبِیَآءَ وَجَعَلَكُمْ مُّلُوْكًا ۗ— وَّاٰتٰىكُمْ مَّا لَمْ یُؤْتِ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او یاد کړه –ای پیغمبره-! کله چې وویل موسی –علیه السلام- خپل قوم بني اسرائیلو ته: ای زما قومه! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې کله چې یې وګرځول په تاسو کې پیغمبران چې تاسو يې سمې لارې ته رابللئ، او ویې ګرځولۍ تاسو بادشاهان چې تاسو واک او اختیار لرئ د خپلو ځانونو وروسته د هغه نه چې تاسو غلامان وئ، او دريې کړل د خپلو نعمتونو څخه هغه چې نه یې دي ورکړي هیچ چاته د خلکو نه ستاسو په وخت کې. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 5

یٰقَوْمِ ادْخُلُوا الْاَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِیْ كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

وویل موسی –علیه السلام- ای زما قومه! تاسو ننوځئ پاکې ځمکې ته: (بیت المقدس او د هغې چارچاپیره) هغه چې الله تعالی یې تاسو سره وعده کړې د ننوتلو او په جنګ کولو د هغه چا سره چې په دې کې دي له کافرانو څخه، او ماتې مه خورئ د زورورو ظالمانو په وړاندې،(که داسې وشول) نو شي به انجام ستاسو تاوان په دنیا او اخرت کې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 5

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّ فِیْهَا قَوْمًا جَبَّارِیْنَ ۖۗ— وَاِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَا حَتّٰی یَخْرُجُوْا مِنْهَا ۚ— فَاِنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا فَاِنَّا دٰخِلُوْنَ ۟

وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند د طاقت دی او خاوند د سختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي د ننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت د دوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی د دې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې د ننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 5

قَالَ رَجُلٰنِ مِنَ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمَا ادْخُلُوْا عَلَیْهِمُ الْبَابَ ۚ— فَاِذَا دَخَلْتُمُوْهُ فَاِنَّكُمْ غٰلِبُوْنَ ۚ۬— وَعَلَی اللّٰهِ فَتَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

وویل دوه سړیو د موسی –علیه السلام- له ملګرو څخه د هغو کسانو څخه چې د الله تعالی نه ویریدل او د هغه له عذاب څخه ویریدل، نعمت کړی و الله تعالی په دې دواړو باندې د توفیق ورکولو خپلې تابعدارۍ ته، هڅول يې خپل قومونو د موسی –علیه السلام- د حکم عملي کولو ته : ننوځئ تاسو په دې ظالمانو باندې د دې ښار په دروازه باندې، نو کله چې تاسو د دروازې څخه تیرشوئ، او ورننوتلئ نو بیشکه –د الله تعالی په حکم- تاسو به په هغو باندې کامیابیږئ په داسې حال کې چې یقین کوونکي وئ د الله تعالی په طریقو باندې چې کامیابي راځي په استعمالولو د اسبابو د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او په تیارولو د مادي اسبابو، او خاص یواځې په الله تعالی باور وکړئ او په هغه ځانونه وسپارئ که چیرته تاسو په رښتیا سره مومنان یاست، ځکه چې ایمان سره په الله تعالی باندې توکل او یقین کول لازمي دي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• تعذيب الله تعالى لكفرة بني إسرائيل بالمسخ وغيره يوجب إبطال دعواهم في كونهم أبناء الله وأحباءه.
د الله تعالی عذاب ورکول د بنی اسرائیلو کافرانو ته په بدلولو د شکلونو او نورو عذابونو سره ثابتوي بطلان د دعوې د هغوی چې ګویا کې دوی د الله تعالی زامن او دوستان دي. info

• التوكل على الله تعالى والثقة به سبب لاستنزال النصر.
په الله تعالی یقین او په هغه باندې اعتماد کول د نصرت او کامیابۍ د رانازلیدلو سبب دی. info

• جاءت الآيات لتحذر من الأخلاق الرديئة التي كانت عند بني إسرائيل.
دا آیتونه الله تعالی د دې لپاره رالیږلي تر څو خلک له هغه ناوړه خویونو څخه وویروئ چې بنې اسرائیلو درلودل. info

• الخوف من الله سبب لنزول النعم على العبد، ومن أعظمها نعمة طاعته سبحانه.
د الله تعالی څخه ویره کول په بنده باندې د نعمتونو د رانازلیدلو سبب دی، او لدې ټولو څخه لوی نعمت د الله تعالی تابعداري کول دي. info