કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
114 : 5

قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ اللّٰهُمَّ رَبَّنَاۤ اَنْزِلْ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ تَكُوْنُ لَنَا عِیْدًا لِّاَوَّلِنَا وَاٰخِرِنَا وَاٰیَةً مِّنْكَ ۚ— وَارْزُقْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

نو عیسی يې غوښتنه ومنله او له الله يې په داسې ويلو وغوښتل: اې زموږ پالونکيه! پر موږ د خوړو دسترخوان راکوز کړه، مونږ به ستا د شکر په پار د خپلو نننيو ژونديو او له موږ وروسته راتلونکو لپاره د را کوزېدو ورځ اختر وګرځوو او ستا پر يووالي او د لېږل شوي پر رېښتينولۍ نښانه او دليل وي او داسې روزي راکړې چې ستا پر عبادت مو مرسته وکړي او ته اې زموږ پالونکيه غوره روزي ورکوونکی يې.
info
التفاسير:

external-link copy
115 : 5

قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مُنَزِّلُهَا عَلَیْكُمْ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَاِنِّیْۤ اُعَذِّبُهٗ عَذَابًا لَّاۤ اُعَذِّبُهٗۤ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

نو الله تعالی د عیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو د هغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته د نازلیدو د دې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو د ده کفر د عناد او ضد له امله دی، او الله تعالی د دوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 5

وَاِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ ءَاَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوْنِیْ وَاُمِّیَ اِلٰهَیْنِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالَ سُبْحٰنَكَ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اَقُوْلَ مَا لَیْسَ لِیْ ۗ— بِحَقٍّ ؔؕ— اِنْ كُنْتُ قُلْتُهٗ فَقَدْ عَلِمْتَهٗ ؕ— تَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِیْ وَلَاۤ اَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِكَ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟

او یاد کړه کله چې به الله تعالی د قیامت په ورځ عیسی بن مریم –علیه السلام- ته ووایي: ای عیسی بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلی: تاسو جوړ کړئ زما نه او زما د مور نه حقدار د بندګۍ (معبودان) پغیر د الله تعالی نه؟ نو عیسی –علیه السلام- جواب ورکړو په داسې حال کې چې پاکي بیانونکی و خپل رب لره: نه دي مناسب مونږ لره چې ووایم دوی ته مګر حق خبره، او بالفرض که ما ورته داسې ویلي وي نو یقینا تاته به پته وي ځکه چې په تا باندې هیچ شی پټ نه پاتې کیږي، ته پوهیږې په هغه څه چې زه یې په خپل زړه کې پټوم، او زه نه پوهیږم په هغه څه چې ستا په نفس کې دي، بیشکه ته یوازې هغه څوک یې چې هر غائب، پټ او ښکاره پیژنې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 5

مَا قُلْتُ لَهُمْ اِلَّا مَاۤ اَمَرْتَنِیْ بِهٖۤ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبَّكُمْ ۚ— وَكُنْتُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا مَّا دُمْتُ فِیْهِمْ ۚ— فَلَمَّا تَوَفَّیْتَنِیْ كُنْتَ اَنْتَ الرَّقِیْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاَنْتَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

وویل عیسی -علیه السلام- خپل رب ته: ما نه دي ویلي خلکو ته مګر هغه چې تا یې ما ته په ویلو امر کړی و ستا د یووالي نه په عبادت باندې، او زه نګهبان وم په هغه څه چې دوی وییل تر څو چې زه د هغوی په منځ کې وم، نو هر کله چې تا زما د پاتې کیدو وخت د دوی په منځ کې ختم کړ زما په اوچتولو سره اسمان ته ژوندی نو وې ای ربه ته نګهبان د دوی په عملونو، او یقینا ته په هر شي باندې حاضر او خبردار یې، هیڅ شی ستا نه نشې پټیدلی، نو په تا باندې پټ ندي هغه څه چې ما هغوی ته ویلي، او هغه څه چې هغوی زما څخه وروسته ویلي. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 5

اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَاِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۚ— وَاِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَاِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

که ته دوی ته عذاب ورکوې -ای ربه- نو یقینا دوی ستا بندګان دي ته چې څه غواړې هماغه پرې کولی شي، او که ته چیرته په دوی باندې احسان وکړې په هغه چا چې ایمان یې راوړی د دوی نه په بخښنې سره نو د دې هیڅوک تالره منع کوونکی نشته، ځکه چې یواځې ته زورور او غالب ذات یې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم یې په خپلو ټولو چارو کې. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 5

قَالَ اللّٰهُ هٰذَا یَوْمُ یَنْفَعُ الصّٰدِقِیْنَ صِدْقُهُمْ ؕ— لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

الله تعالی به عیسی –علیه السلام- ته ووایې: دا هغه ورځ ده چې فایده ورکوي د پاکو نیتونو، عملونو او ویناګانو والا لره د هغوی ریښتیا، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږي به لاندې د بنګلو او ونو د هغوی نه ویالې (نهرونه) همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، مرګ به ورله نه راځي، الله تعالی د دوی نه راضي شوی نو هیڅکله به په دوی باندې غصه نشي، او دوی د الله تعالی نه خوشحاله دي په هغه وجه چې دوی ته ورسیدلي همیشني نعمتونه، دا بدله او لدوی څخه رضایت همدا خاص لویه کامیابي ده، نو نشته هیڅ کامیابي چې د دې سره برابر شي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 5

لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا فِیْهِنَّ ؕ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

یوازې الله تعالی لره ده بادشاهي د اسمانونو او ځمکو، نو هغه پیداکوونکی د هغو دی او برابروونکی د کار د هغو دی، او خاص هغه لره ده بادشاهي د هغه څه چې په دې دواړو کې دي د مخلوقاتو څخه، او هغه په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، نو هیڅ شی یې نشي کمزوری کولی. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• توعد الله تعالى كل من أصرَّ على كفره وعناده بعد قيام الحجة الواضحة عليه.
الله تعالی د عذاب ویره ورکړې هغه چاته چې په خپل کفر او عناد باندې کلک ولاړ وي وروسته د ښکاره د لیل قایمولو نه په دې باندې. info

• تَبْرئة المسيح عليه السلام من ادعاء النصارى بأنه أبلغهم أنه الله أو أنه ابن الله أو أنه ادعى الربوبية أو الألوهية.
د عیسی –علیه السلام- براءت د نصاراو د دې دعوې نه چې دوی ته عیسی –علیه السلام- ویلی وو چې دا الله دی او یا دا د الله تعالی زوی دی او یا هغه د ځان لپاره د پالونکي دعوی کړي او یا یې ځان د عبادت مستحق ګڼلی دی. info

• أن الله تعالى يسأل يوم القيامة عظماء الناس وأشرافهم من الرسل، فكيف بمن دونهم درجة؟!
بیشکه الله تعالی به د قیامت په ورځ د غټو او عزتمندو خکلو نه د پیغمبرانو باره کې تپوس کوي، نو د هغه چا به څه حال وي چې د دوی نه په کمه درجه کې وي؟! info

• علو منزلة الصدق، وثناء الله تعالى على أهله، وبيان نفع الصدق لأهله يوم القيامة.
د ریښتیاوو لویه مرتبه، او د الله تعالی ثنا ویل په ریښتیا ویوونکو باندې، او بیان د فایدې ورکولو ریښتیا ویوونکو ته د هغوی د ریښتیاوو د قیامت په ورځ. info