او وایې به مومنان خلک تعجب به کوي د منافقانو په حال باندې: آیا دا دې هغه خلک چې قسمونه یې کول مضبوطول یې خپل قسمونه: یقینا دوی خامخا ستاسو سره دي -ای مومنانو- په ایمان او کامیابۍ او دوستۍ کې؟! برباد شول عملونه د دوی، نو دوی وروګرځیدل تاوانیان د وجې د نه رسیدلو نه خپل هدف ته، او په سبب د هغه عذاب چې دوی له تیار شوی دی.
نه دي یهودیان او نه نصاری او نه نور د کافرانو څخه ستاسو دوستان، بلکې ستاسو دوست او مددګار الله تعالی دی او د هغه پیغمبر دی، او مومنان دي هغه خلک چې لمونځ پوره پوره ادا کوي، او د خپلو مالونو زکاتونه هم ورکوي او دوی الله تعالی ته عاجزي کوونکي دي تابعدار هم دي.
او چاچې دوستانه وکړه د الله تعالی سره او د هغه د پیغمبر سره او د مومنانو سره په کومک کولو، نو یقینا دا د الله تعالی د ډلې څخه دی، او د الله تعالی ډله چې ده هم دوی کامیاب دي؛ ځکه چې الله تعالی د دوی مددګار دی.
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! مه نیسئ هغو کسانو لره چې مسخرې کوي ستاسو په دین پورې، او لوبې پرې کوي د هغه کسانو نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو نه د یهودو او نصاراوو او مشرکانو نه حلیفان او خاص دوستان، او وویریږئ د الله تعالی څخه په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړی یاست د دوستۍ د هغوی نه که چیرته تاسو په هغه باندې ایمان لرونکي یاست، او په هغه څه باندې چې په تاسو یې رانازل کړي دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التنبيه علي عقيدة الولاء والبراء التي تتلخص في الموالاة والمحبة لله ورسوله والمؤمنين، وبغض أهل الكفر وتجنُّب محبتهم.
خبر ورکول په عقیده د ولاء او براء (د دوستۍ او بې زارۍ) هغه چې راټولیږي (خلاصه کیږي) په دوستۍ کولو او مینه کولو کې د الله تعالی سره او د هغه د پیغمبر سره او د مومنانو سره، او په کرکه کولو کې د کافرانو سره او په ځان ساتلو کې د هغو له میني نه.
• من صفات أهل النفاق: موالاة أعداء الله تعالى.
د منافقانو له صفاتو څخه : دوستانه کول د الله تعالی د دښمنانو سره دي.
• التخاذل والتقصير في نصرة الدين قد ينتج عنه استبدال المُقَصِّر والإتيان بغيره، ونزع شرف نصرة الدين عنه.
سستي کول او کوتاهي کول په مدد کولو د دین کې کیدای شي چې دا نتیجه ترې راووځي چې دغه کوتاهي کوونکی بدل کړی شي او د هغه په ځای بل راوستل شي، او د هغه څخه د دین د مرستې کولو شرف واخیستل شي.
• التحذير من الساخرين بدين الله تعالى من الكفار وأهل النفاق، ومن موالاتهم.
د الله تعالی پر دين له ملنډو وهونکو کافرانو او منافقانو څخه او د هغوی له دوستۍ څخه وېرول.