یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْیَهُوْدَ وَالنَّصٰرٰۤی اَوْلِیَآءَ ؔۘ— بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر! تاسو مه جوړوئ د یهودیانو او نصاروو څخه حلیفان او خاص دوستان چې ملګرتیا ورسره کوئ، نو یهودیان بیشکه د خپل دین والاو سره دوستانه کوي، او نصاری د خپل ملت والاو سره دوستانه کوي، او ستاسو سره دښمني کول دا دواړه ډلې سره یوځاي کوي، او چاچې ورسره دوستانه وکړه ستاسو څخه نو یقینا دا کس د هغو د ډلې نه شو، بیشکه الله تعالی هدایت نه کوي ظالم قوم ته په سبب د دوستۍ د هغوی د کافرانو سره.
التفاسير: