او یاد کړه کله چې الله تعالی عیسی –علیه السلام- ته وویل: ای عیسی بن مریم! یاد کړه زما نعمتونه په تا باندې کله چې ته ما په غیر د پلار نه پیداکړې، او یاد کړه زما نعمتونه ستا په مور مریم –علیها السلام- باندې کله چې الله تعالی هغه غوره کړې وه د خپلې زمانې په ټولو زنانه و باندې، او یاد کړه هغه نعمتونه چې ما په تاباندې کړي وو کله چې ته ما مضبوط کړی وي په جبریل –علیه السلام- باندې، خبرې به کولې تا د خلکو سره –او ته ماشوم وې- په رابللو د هغوی سره الله تعالی ته، او خبری به کوې ته د هغوی سره ستا په بوډاوالي کې په هغه وحې سره چې ما پرې ته هغوی ته لیګلی یې، او په هغه څه چې ما یې په تاباندې انعام کړی چې تاته مې خط (لیکل) درښودلي، او تا ته مې تورات د رښودلی هغه چې ما په موسی –علیه السلام- نازل کړی و، او انجیل مو درښودلی هغه چې په تامو نازل کړی، او درښودلي مې دي تا ته د شریعت رازونه او فایدې او حکمتونه، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړي دا دی چې جوړوې د خټو نه د مرغۍ شکل، بیا پکې پوکی کوې نو هغه ژوندۍ مرغۍ شي، او ته جوړوې هغه څوک چې مورزادي ړوند وي (ړوند پیدا شوی وي)، او جوړوې د برګي مرض والا، نو هغه د روغ بدن والا شي، او راژوندي کوې مړو لره په دعا غوښتلو سره د الله تعالی نه چې راژوندی شي، دا ټول کارونه زما په اجازه کوې، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړی دا دي چې ما ته د بني اسرائیلو نه بچ ساتلی یې کله چې هغوی ستا د مرګ اراده کړي وه کله چې تا هغوی ته ښکاره معجزې راوړې، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې کفر یې وکړ په هغو باندې، او ویې ویل: نه دي دا معجزې چې عیسی پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو دی.
او یاد کړه هغه چې په ما په تا باندې نعمت کړی دا چې ما برابر کړي تالره ملګری کله چې ما ستا خاص ملګرو (حواریانو) ته زړه کې واچوله چې په ما ایمان راوړي او ستا په پیغمبرۍ ایمان راوړي، نو هغوی دې خبری ته غاړه کیښوده او دعوت یې قبول کړ، او ویې ویل: مونږ ایمان راوړی، او ته ګواه شه –ای زمونږه ربه-! په دې خبره چې مونږ تا ته تسلیم شوي یو او تاته غاړه کیښودونکی یو.
وویل خاص ملګرو (حواریانو) عیسی –علیه السلام- ته: مونږ غواړو چې وخورو د دې دستر خوان نه، او ډاډه شي زمونږ زړونه د الله تعالی په پوره قدرت، او په دې خبره چې ته د الله تعالی پیغمبر یې، او مونږ پوهه شو په علم یقین سره چې تا مونږ ته رښتیا ویلي په هغه څه کې چې تا مونږ ته د الله تعالی له طرفه راوړي، او مونږ به په دې باندې د ګواهانو نه شو هغو خلکو ته چې نه وي حاضر شوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إثبات جمع الله للخلق يوم القيامة جليلهم وحقيرهم.
د دې خبرې ثبوت چې الله تعالی به ټول خلک؛ سپک او عزت والا ټول سره د قیامت په ورځ یو ځای ته راټولوي.
• إثبات بشرية المسيح عليه السلام وإثبات آياته الحسية من إحياء الموتى وإبراء الأكمه والأبرص التي أجراها الله على يديه.
د مسيح عليه السلام لپاره د بشريت ثابتول او د هغه حسي نښانې ثابتول لکه د مړو ژوندي کول او د پيس او ړانده رغول کوم چې الله د هغه پر لاسونو جاري کړي و.
• بيان أن آيات الأنبياء تهدف لتثبيت الأتباع وإفحام المخالفين، وأنها ليست من تلقاء أنفسهم، بل تأتي بإذن الله تعالى.
بیان د دې خبرې چې د پیغمبرانو د معجزاتو هدف د هغو د اتباعو مضبوطول دي او غلي کول د هغوی د مخالفینو دي، او چې یقینا دا د دوی له طرفه نه دي، بلکې دا د الله تعالی په اجازه دي.