పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
109 : 5

یَوْمَ یَجْمَعُ اللّٰهُ الرُّسُلَ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اُجِبْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَا عِلْمَ لَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟

یاده کړئ –ای خلکو- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی راجمع کړي ټول پیغمبران، نو الله تعالی به دې پیغمبرانو ته ووایې: څه جواب درکړ تاسو ته ستاسو امتونو هغه چې ما ورته تاسو لیږلي وئ؟ دوی به ووایې په داسې حال کې چې جواب به الله تعالی حواله کوي: مونږ ته پته نشته، بلکې علم تاته دی –ای زمونږه ربه- بیشکه ته چې یې یوازې ته یې هغه څوک چې په پټو کارونو باندې پوهیږی. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 5

اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِیْ عَلَیْكَ وَعَلٰی وَالِدَتِكَ ۘ— اِذْ اَیَّدْتُّكَ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ۫— تُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۚ— وَاِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۚ— وَاِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ بِاِذْنِیْ فَتَنْفُخُ فِیْهَا فَتَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِیْ وَتُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتٰی بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ كَفَفْتُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَنْكَ اِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او یاد کړه کله چې الله تعالی عیسی –علیه السلام- ته وویل: ای عیسی بن مریم! یاد کړه زما نعمتونه په تا باندې کله چې ته ما په غیر د پلار نه پیداکړې، او یاد کړه زما نعمتونه ستا په مور مریم –علیها السلام- باندې کله چې الله تعالی هغه غوره کړې وه د خپلې زمانې په ټولو زنانه و باندې، او یاد کړه هغه نعمتونه چې ما په تاباندې کړي وو کله چې ته ما مضبوط کړی وي په جبریل –علیه السلام- باندې، خبرې به کولې تا د خلکو سره –او ته ماشوم وې- په رابللو د هغوی سره الله تعالی ته، او خبری به کوې ته د هغوی سره ستا په بوډاوالي کې په هغه وحې سره چې ما پرې ته هغوی ته لیګلی یې، او په هغه څه چې ما یې په تاباندې انعام کړی چې تاته مې خط (لیکل) درښودلي، او تا ته مې تورات د رښودلی هغه چې ما په موسی –علیه السلام- نازل کړی و، او انجیل مو درښودلی هغه چې په تامو نازل کړی، او درښودلي مې دي تا ته د شریعت رازونه او فایدې او حکمتونه، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړي دا دی چې جوړوې د خټو نه د مرغۍ شکل، بیا پکې پوکی کوې نو هغه ژوندۍ مرغۍ شي، او ته جوړوې هغه څوک چې مورزادي ړوند وي (ړوند پیدا شوی وي)، او جوړوې د برګي مرض والا، نو هغه د روغ بدن والا شي، او راژوندي کوې مړو لره په دعا غوښتلو سره د الله تعالی نه چې راژوندی شي، دا ټول کارونه زما په اجازه کوې، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړی دا دي چې ما ته د بني اسرائیلو نه بچ ساتلی یې کله چې هغوی ستا د مرګ اراده کړي وه کله چې تا هغوی ته ښکاره معجزې راوړې، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې کفر یې وکړ په هغو باندې، او ویې ویل: نه دي دا معجزې چې عیسی پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو دی. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 5

وَاِذْ اَوْحَیْتُ اِلَی الْحَوَارِیّٖنَ اَنْ اٰمِنُوْا بِیْ وَبِرَسُوْلِیْ ۚ— قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَاشْهَدْ بِاَنَّنَا مُسْلِمُوْنَ ۟

او یاد کړه هغه چې په ما په تا باندې نعمت کړی دا چې ما برابر کړي تالره ملګری کله چې ما ستا خاص ملګرو (حواریانو) ته زړه کې واچوله چې په ما ایمان راوړي او ستا په پیغمبرۍ ایمان راوړي، نو هغوی دې خبری ته غاړه کیښوده او دعوت یې قبول کړ، او ویې ویل: مونږ ایمان راوړی، او ته ګواه شه –ای زمونږه ربه-! په دې خبره چې مونږ تا ته تسلیم شوي یو او تاته غاړه کیښودونکی یو. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 5

اِذْ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ هَلْ یَسْتَطِیْعُ رَبُّكَ اَنْ یُّنَزِّلَ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— قَالَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

او یاد کړه کله چې ستا خاص ملګرو (حواریانو) وویل: آیا ستا رب کولی شي کله چې ته له هغه څخه وغواړې چې رانازل کړي یو دستر خوان د بره نه؛ نو عیسی –علیه السلام- ورته په جواب کې امر وکړ د الله تعالی په تقوا باندې او په پریښودلو د لټولو د هغه څه چې دوی غوښتلي وو، ځکه چې شاید په دې کې د دوی لپاره فتنه او امتحان وي، او دوی ته یې وویل: توکل وکړئ په خپل رب باندې په لټولو د رزق کې که چیرته تاسو مومنان یاست. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 5

قَالُوْا نُرِیْدُ اَنْ نَّاْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُنَا وَنَعْلَمَ اَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُوْنَ عَلَیْهَا مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

وویل خاص ملګرو (حواریانو) عیسی –علیه السلام- ته: مونږ غواړو چې وخورو د دې دستر خوان نه، او ډاډه شي زمونږ زړونه د الله تعالی په پوره قدرت، او په دې خبره چې ته د الله تعالی پیغمبر یې، او مونږ پوهه شو په علم یقین سره چې تا مونږ ته رښتیا ویلي په هغه څه کې چې تا مونږ ته د الله تعالی له طرفه راوړي، او مونږ به په دې باندې د ګواهانو نه شو هغو خلکو ته چې نه وي حاضر شوي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• إثبات جمع الله للخلق يوم القيامة جليلهم وحقيرهم.
د دې خبرې ثبوت چې الله تعالی به ټول خلک؛ سپک او عزت والا ټول سره د قیامت په ورځ یو ځای ته راټولوي. info

• إثبات بشرية المسيح عليه السلام وإثبات آياته الحسية من إحياء الموتى وإبراء الأكمه والأبرص التي أجراها الله على يديه.
د مسيح عليه السلام لپاره د بشريت ثابتول او د هغه حسي نښانې ثابتول لکه د مړو ژوندي کول او د پيس او ړانده رغول کوم چې الله د هغه پر لاسونو جاري کړي و. info

• بيان أن آيات الأنبياء تهدف لتثبيت الأتباع وإفحام المخالفين، وأنها ليست من تلقاء أنفسهم، بل تأتي بإذن الله تعالى.
بیان د دې خبرې چې د پیغمبرانو د معجزاتو هدف د هغو د اتباعو مضبوطول دي او غلي کول د هغوی د مخالفینو دي، او چې یقینا دا د دوی له طرفه نه دي، بلکې دا د الله تعالی په اجازه دي. info