بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي چې بیشکه الله تعالی چې دی هغه مسیح بن مریم دی؛ د وجې د نسبت د دوی د الوهیت(دالله نه غیر بل څوک د عبادت مشتحق ګڼل) غیر الله ته، سره د دې نه چې په خپله مسیح بن مریم دوی ته ویلی وو: ای بنی اسرایلو یوازې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو هغه رب زما دی او رب ستاسو دی، مونږ او تاسو ټول د هغه په بندګۍ کې برابر یو، دا ځکه هر چا چې شریک جوړ کړ د الله تعالی سره بل څوک نو یقینا الله تعالی بند کړي په هغه باندې ننوتل د جنت د همیش لپاره، او ځاې د اوسیدو د هغه اور د جهنم دی، او نشته ده لره څوک مدد کوونکی د الله تعالی سره او نه څوک ملګری، او نه څوک خلاصوونکی چې خلاص کړي ده لره د هغه عذاب نه چې دا یې انتظار کوي.
آیا نه ګرځي دوی د خپلې دې وینا څخه توبه ایستونکي الله تعالی ته، او وغواړي د هغه څخه بخښنه د وجې د هغه د شرک نه چې دوی د هغه سره جوړ کړی و؟! او بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي چې هر قسمه ګناه وي، او اګر که دا ګناه په الله تعالی کفر هم وي، مهربانه دی په مومنانو باندې.