وَحَسِبُوْۤا اَلَّا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ فَعَمُوْا وَصَمُّوْا ثُمَّ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ثُمَّ عَمُوْا وَصَمُّوْا كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟
او دوی ګمان کاوه چې یقینا ماتول د دوی عهدونو او لوظونو لره، او دروغجن ګڼل د دوی پیغمبرانو لره، او وژل د دوی پیغمبرانو لره په دې باندې دوی ته هیڅ ضرر نشي رسیدلی، نو د دې په وجه دوی ته هغه څه ورسیدل چې دوی یې هیڅ ګمان نه و کړی، نو دوی د حق نه ړانده شول، نو د حق لاره نشي موندلی، او دوی کاڼه شول د اوریدلو د حق نه په اوریدلو د قبلیدلو، بیا الله تعالی په دوی باندې رجوع د رحمت وکړه د خپلې مهربانۍ د وجې نه، بیا د دې نه وروسته دوی د حق نه ړانده شول، او د حق د اوریدلو نه کاڼه شول، دا کار په دوی کې د ډیرو سره وشو، او الله تعالی لیدونکی دی هغو کارونو لره چې دوی یې کوي، په هغه باندې هیڅ شی پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.
التفاسير: