بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي چې بیشکه الله تعالی چې دی هغه مسیح بن مریم دی؛ د وجې د نسبت د دوی د الوهیت(دالله نه غیر بل څوک د عبادت مشتحق ګڼل) غیر الله ته، سره د دې نه چې په خپله مسیح بن مریم دوی ته ویلی وو: ای بنی اسرایلو یوازې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو هغه رب زما دی او رب ستاسو دی، مونږ او تاسو ټول د هغه په بندګۍ کې برابر یو، دا ځکه هر چا چې شریک جوړ کړ د الله تعالی سره بل څوک نو یقینا الله تعالی بند کړي په هغه باندې ننوتل د جنت د همیش لپاره، او ځاې د اوسیدو د هغه اور د جهنم دی، او نشته ده لره څوک مدد کوونکی د الله تعالی سره او نه څوک ملګری، او نه څوک خلاصوونکی چې خلاص کړي ده لره د هغه عذاب نه چې دا یې انتظار کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان كفر النصارى في زعمهم ألوهية المسيح عليه السلام، وبيان بطلانها، والدعوةُ للتوبة منها.
د نصاراو د کفر بیانول په ګمان کولو د دوی کې الوهیت (د بندګۍ حق) د مسیح -علیه السلام-، او بیان د باطلوالي د هغه ګمان، او دعوت ورکول د هغه نه توبې کولو ته.
• من أدلة بشرية المسيح وأمه: أكلهما للطعام، وفعل ما يترتب عليه.
د مسیح او د هغه د مور د بشریت د دلیلونو نه دا دې چې: داوړو به خوراک کاوه، او هغه څه چې په خوراک مرتب کیږي هغه به یې هم کول.
• عدم القدرة على كف الضر وإيصال النفع من الأدلة الظاهرة على عدم استحقاق المعبودين من دون الله للألوهية؛ لكونهم عاجزين.
له زيان څخه د مخنيوي او ګټې رسولو توان نه لرل له هغو څرګندو دليلونو څخه دي چې له الله پرته د نورو معبودانو پر نه استحقاق دلالت کوي، ځکه هغوی عاجز دي.
• النهي عن الغلو وتجاوز الحد في معاملة الصالحين من خلق الله تعالى.
نهی ده د غلو او د حد نه تیریدلو نه د الله تعالی د نیکانو بندګانو په معامله کې.