او که چیرته یهودو او نصارو ایمان راوړی وي په هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، او ویریدلی وي د الله تعالی څخه په ځان ساتلو د ګناهونو نه، نو خامخا مونږ به لرې کړی وی د دوی نه هغه ګناهونه چې دوی کړي او اګر که ډیر دي، او خامخا مونږ به داخل کړی وی دوی د قیامت په ورځ جنتونو د نعمتونو ته، دوی به په هغې کې مزې او خوندونه اخیستلی د داسې نعمتونو نه چې نه به ختمیږي.
او که چیرته یهودیانو عمل کړی وی په هغه څه چې په تورات کې دي، او نصاراو عمل کړی وی په هغه څه چې په انجیل کې دي، او دوی ټولو عمل کړی وی په هغه څه چې په دوی باندې نازل شوي د قران کریم څخه -نو خامخا ما به اسان کړی وی دوی ته د رزق سببونه او لارې د راورولو د بارانونو نه او د زرغونولو د ځمکې نه، او د اهل کتابو نه بعضې درمیانه په حق باندې ثابت خلک شته، او ډیر د دوی نه چې دي بد دی عمل د هغوی د ایمان د نه لرلو د وجې نه.
یقینا مومنان او یهودیان او صابئین (چې دا یوه ډله ده د بعضې پیغمبرانو د تابعدارانو نه) او نصرانیان، چاچې ایمان راوړو د دوی نه په الله تعالی او په ورځ د قیامت او عمل یې وکړ نیک، نو نه به وي ویره په دوی باندې په راتلونکي وخت کې، او نه به دوی غمجن وي په هغه څه چې د دوی نه په دنیا کې پاتي شوي وي.