یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ای پیغمبره! خبر کړه خلک په هغه څه چې نازل شوي تاته ستا د رب له طرفه پوره پوره، او د هغه نه هیڅ شي هم مه پټوه، نو که تا د هغه نه څه شی پټ کړل نو یقینا ته بیا نه ئې پیغام رسوونکی ستا د رب (او بیشکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسولي ټول هغه څه چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، نو څوک چې د دې برعکس ګمان کوي نو یقینا دې کس په الله تعالی غټ دروغ وویل)، او الله تعالی تا ساتي د خلکو نه وروسته د دې ورځې نه، نو تاته په بدې در رسیدل نشي کولی، نو په تا نشته مګر رسول د دین، او الله تعالی توفیق نه ورکوي هدایت طرف ته کافرانو لره هغه کسان چې هدایت نه غواړي.
التفاسير: