அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

பக்க எண்:close

external-link copy
71 : 5

وَحَسِبُوْۤا اَلَّا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ فَعَمُوْا وَصَمُّوْا ثُمَّ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ثُمَّ عَمُوْا وَصَمُّوْا كَثِیْرٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟

او دوی ګمان کاوه چې یقینا ماتول د دوی عهدونو او لوظونو لره، او دروغجن ګڼل د دوی پیغمبرانو لره، او وژل د دوی پیغمبرانو لره په دې باندې دوی ته هیڅ ضرر نشي رسیدلی، نو د دې په وجه دوی ته هغه څه ورسیدل چې دوی یې هیڅ ګمان نه و کړی، نو دوی د حق نه ړانده شول، نو د حق لاره نشي موندلی، او دوی کاڼه شول د اوریدلو د حق نه په اوریدلو د قبلیدلو، بیا الله تعالی په دوی باندې رجوع د رحمت وکړه د خپلې مهربانۍ د وجې نه، بیا د دې نه وروسته دوی د حق نه ړانده شول، او د حق د اوریدلو نه کاڼه شول، دا کار په دوی کې د ډیرو سره وشو، او الله تعالی لیدونکی دی هغو کارونو لره چې دوی یې کوي، په هغه باندې هیڅ شی پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 5

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— وَقَالَ الْمَسِیْحُ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبَّكُمْ ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ الْجَنَّةَ وَمَاْوٰىهُ النَّارُ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟

بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي چې بیشکه الله تعالی چې دی هغه مسیح بن مریم دی؛ د وجې د نسبت د دوی د الوهیت(دالله نه غیر بل څوک د عبادت مشتحق ګڼل) غیر الله ته، سره د دې نه چې په خپله مسیح بن مریم دوی ته ویلی وو: ای بنی اسرایلو یوازې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو هغه رب زما دی او رب ستاسو دی، مونږ او تاسو ټول د هغه په بندګۍ کې برابر یو، دا ځکه هر چا چې شریک جوړ کړ د الله تعالی سره بل څوک نو یقینا الله تعالی بند کړي په هغه باندې ننوتل د جنت د همیش لپاره، او ځاې د اوسیدو د هغه اور د جهنم دی، او نشته ده لره څوک مدد کوونکی د الله تعالی سره او نه څوک ملګری، او نه څوک خلاصوونکی چې خلاص کړي ده لره د هغه عذاب نه چې دا یې انتظار کوي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 5

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ ثَالِثُ ثَلٰثَةٍ ۘ— وَمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّاۤ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— وَاِنْ لَّمْ یَنْتَهُوْا عَمَّا یَقُوْلُوْنَ لَیَمَسَّنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي: چې بیشکه الله تعالی د دریو نه جوړ دی، چې هغوی دا دي: پلار او زوی، او روح القدس، اوچت دی الله تعالی د دوی د دې خبرې نه په ډیر اوچتوالي سره، نو ندی الله تعالی څو دانې، بلکې هغه یو ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او که دوی د خپلې دې بدی وینا څخه بند نه شول نو خامخا وبه رسیږي دوی ته عذاب دردناک. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 5

اَفَلَا یَتُوْبُوْنَ اِلَی اللّٰهِ وَیَسْتَغْفِرُوْنَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

آیا نه ګرځي دوی د خپلې دې وینا څخه توبه ایستونکي الله تعالی ته، او وغواړي د هغه څخه بخښنه د وجې د هغه د شرک نه چې دوی د هغه سره جوړ کړی و؟! او بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي چې هر قسمه ګناه وي، او اګر که دا ګناه په الله تعالی کفر هم وي، مهربانه دی په مومنانو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 5

مَا الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ اِلَّا رَسُوْلٌ ۚ— قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ؕ— وَاُمُّهٗ صِدِّیْقَةٌ ؕ— كَانَا یَاْكُلٰنِ الطَّعَامَ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُبَیِّنُ لَهُمُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ انْظُرْ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟

نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر د نورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څه چې نورو پیغمبرانو ته راځې د مرګ نه، او مور د هغه مریم –علیها السلام- ډیره رشتیا ویونکې او تصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري د وجې د حاجت د دوی نه دې خوراک ته، نو څرنګه دا دواړه لایق د بندګۍ کیدلی شي سره د حاجت د دوی نه خوراک ته؟! نو ته وګوره –ای پیغمبره- په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوی ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه بیانوو، او په باطلوالي د هغه څه چې دوی پکې دي د زیاتی کولو نه په نسبت کولو د الوهیت پغیر د الله جلاله څخه بل چاته، او دوی سره د دې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو د غور او سوچ سره: څرنګه دوی اړولی شي د حق نه په اړولو؛ سره د دې ښکاره آیاتونو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي باندې. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 5

قُلْ اَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ؕ— وَاللّٰهُ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

ته ووایه –ای پیغبره- دلیل بیانوونکی په دوی باندې په عبادت د دوی کې د غیر الله لپاره: ایا تاسو بندګي کوئ د هغه چا چې تاسو ته فایده نشې دررسولی، او نه ستاسو څخه څه ضرر بندولی شي؟! نو هغه عاجز (ناچاره) دی، او الله تعالی پاک دی د عجز (ناچارۍ) څخه، او الله تعالی چې دی یوازې هماغه ستاسو د ویناګانو اوریدونکی دی، نو هیڅ شي ترې نه نشې پاتې کیدلی، پوهه دی ستاسو په کارونو، نو په هغه باندې هیڅ شي د دې نه پټ نشي پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 5

قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ غَیْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوْۤا اَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوْا مِنْ قَبْلُ وَاَضَلُّوْا كَثِیْرًا وَّضَلُّوْا عَنْ سَوَآءِ السَّبِیْلِ ۟۠

ته ووایه –ای پیغمبره- نصاراو ته: تاسو د خپل حد څخه مه تیریږئ په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر شوی دی د تابعدارۍ د حق نه، او تاسو زیاتی مه کوئ په احترام او عزت د هغه څه کې چې تاسو ته د هغه په احترام کولو امر شوی –لکه: پیغمبران- داسې چې تاسو د هغوی باره کې د الوهیت عقیده ولرئ لکه د عیسی علیه السلام باره کې چې مو عقیده ده، په سبب د تابعدارۍ ستاسو خپلو ګمراهو مشرانو لره هغه چې ډیر خلک يې ګمراهان کړي، او په خپله هم دحق د لارې نه بی لاری شوي وو. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• بيان كفر النصارى في زعمهم ألوهية المسيح عليه السلام، وبيان بطلانها، والدعوةُ للتوبة منها.
د نصاراو د کفر بیانول په ګمان کولو د دوی کې الوهیت (د بندګۍ حق) د مسیح -علیه السلام-، او بیان د باطلوالي د هغه ګمان، او دعوت ورکول د هغه نه توبې کولو ته. info

• من أدلة بشرية المسيح وأمه: أكلهما للطعام، وفعل ما يترتب عليه.
د مسیح او د هغه د مور د بشریت د دلیلونو نه دا دې چې: داوړو به خوراک کاوه، او هغه څه چې په خوراک مرتب کیږي هغه به یې هم کول. info

• عدم القدرة على كف الضر وإيصال النفع من الأدلة الظاهرة على عدم استحقاق المعبودين من دون الله للألوهية؛ لكونهم عاجزين.
له زيان څخه د مخنيوي او ګټې رسولو توان نه لرل له هغو څرګندو دليلونو څخه دي چې له الله پرته د نورو معبودانو پر نه استحقاق دلالت کوي، ځکه هغوی عاجز دي. info

• النهي عن الغلو وتجاوز الحد في معاملة الصالحين من خلق الله تعالى.
نهی ده د غلو او د حد نه تیریدلو نه د الله تعالی د نیکانو بندګانو په معامله کې. info