அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

பக்க எண்:close

external-link copy
6 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ فَاغْسِلُوْا وُجُوْهَكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ اِلَی الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوْا بِرُءُوْسِكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ اِلَی الْكَعْبَیْنِ ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ مِّنْهُ ؕ— مَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیَجْعَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ حَرَجٍ وَّلٰكِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَكُمْ وَلِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې تاسو اراده وکړئ د پاڅیدلو لپاره د اداد کولو د لمانځه، او وئ تاسو بی اودسه په وړې بې اودسۍ سره نو اودس وکړئ داسې چې خپل مخونه پریمنځئ، او خپل لاسونه د څنګلو سره ووینځئ، او په خپلو سرونو مسح وکړئ، او ووینځئ خپلې پښې سره د پړکو (ښنګرو) هغه چې د پنډئ د جدا کیدو په ځای کې راوتلي، او که چیرته تاسو بی اودسه یاست په غټې بی اودسۍ سره نو بیا ولامبئ، او که چیرته تاسو مریضان یاست چې د مرض د زیاتیدو څخه ویریږئ او یا د هغه د روغیدو د وروستوالي نه ویریږئ، او یا مسافر یاست د صحتمندۍ په وخت کې، او یا بې اودسه یاست په وړه بی اودسۍ سره لکه د قضای حاجت په وجه، او یا بې اودسه یاست په غټې بې اودسۍ د وجې د کوروالي نه د زنانو سره، او بیانه مومئ اوبو لره وروسته د تالاش کولو د اوبو نه د دې لپاره چې ځان پرې پاک کړئ –نو قصد وکړئ مخ د ځمکې ته، او ویې وهئ په خپلو لاسونو سره، او راکاږئ په خپلو لاسونو او په خپلو مخونو باندې د دې نه، الله تعالی نه غواړی چې په تاسو باندې تنګستیا واچوي په خپلو حکمونو کې داسې چې په تاسو باندې د اوبو استعمالول لازمي کړي کله چې تاسو ته ضرر دررسوي، نو د هغه څخه عوض یې درته جایز کړ کله چې ګران وي استعمال د اوبو د وجې د مرض نه او د وجې د نشتوالي د اوبو نه لپاره د پوره کولو د خپل نعمت په تاسو باندې د دې لپاره چې تاسو شکر ادا کړئ د الله د نعمت په تاسو باندې، او د هغه ناشکري ونه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 5

وَاذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمِیْثَاقَهُ الَّذِیْ وَاثَقَكُمْ بِهٖۤ ۙ— اِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

او یاد کړئ نعمت د الله تعالی په تاسو باندې په هدایت کولو سره د اسلام طرف ته، او یاد کړئ لوظ د الله تعالی هغه چې ستاسو سره یې کړی و کله چې تاسو وویل په وخت د بیعت کولو د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم – سره په غاړه کیښودلو او په تابعدارۍ کولو په اسانتیا او تکلیف کې: مونږ ستا وینا واوریدله او ستا د حکم تابعدارې مو وکړه، او وویریږئ له الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو –او د هغه څخه د هغه لوظونه دي- او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په زړونو کې دي، نو هیڅ شي پرې پټ نشې پاتی کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ لِلّٰهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ؗ— وَلَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ عَلٰۤی اَلَّا تَعْدِلُوْا ؕ— اِعْدِلُوْا ۫— هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه په رسول، شئ تاسې ولاړ په حقونو د الله تعالی په تاسو باندې لټوونکي یاست په دې سره مخ د الله تعالی، او شئ تاسو ګواهي ورکوونکي په عدل او انصاف سره نه په ظلم سره، او اړ دې نه باسي تاسو لره حسد او کینه د یو قوم په پریښودلو د عدل سره، نو عدل چې دی مطلوب دی د دوست او دښمن سره، پس د دواړو سره انصاف وکړئ، او عدل چې دی ډیر نزدې دی ویریدلو ته د الله تعالی څخه، او ظلم ډیر نزدې دی په اقدام او جرأت کولو سره د هغه په وړاندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ، نه شي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شي ستاسو د عملونو څخه، او خامخا به درله پرې بدلې درکوي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 5

وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

وعده کړی الله تعالی – هغه ذات دی چې د وعدې خلاف نه کوي- د هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو او عملونه یې کړی نیک عملونه په بخنې کولو سره د هغو له ګناهونو، او په لوی ثواب سره چې هغه جنت ته ننوتل دي. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• الأصل في الطهارة هو استعمال الماء بالوضوء من الحدث الأصغر، والغسل من الحدث الأكبر.
اصل په پاکۍ کې اوبه استعمالول دي په اودس کولو سره د وړې بې اودسۍ نه، او په غسل کولو سره د غټې بې اودسۍ نه. info

• في حال تعذر الحصول على الماء، أو تعذّر استعماله لمرض مانع أو برد قارس، يشرع التيمم (بالتراب) لرفع حكم الحدث (الأصغر أو الأكبر).
کله چې د اوبو پیداکول ناممکن وي، او یا یې د مرض او سختې یخنۍ له وجې نه استعمالول ناممکن وي، جایز دی تیمم کول (په خاورو سره) لپاره د لرې کولو د بې اودسۍ (وړې یا غټې). info

• الأمر بتوخي العدل واجتناب الجور حتى في معاملة المخالفين.
امر دي په کوشش کولو سره د عدل، او ځان ساتل دي د ظلم څخه اګر که د مخالفینو سره معامله هم وي. info