مریمې وویل: ای زما ربه! ما ته هیڅ بشر لاس نه دی راوړی نو ځوی به مې څرنګه پیدا شي؟ ملایکو وویل هو! په همدې ډول به ( ستا ځوی) پیدا کیږي، الله پاک هغه څه پیدا کوي چې اراده یې وکړي او کله چې د یوه کار پریکړه وکړي نو بس یوه خبره وکړي چې وشه نو هغه کار وشي.
زه هغه تورات ريښتونی ګڼم چې ما څخه وړاندې راغلی دی او تاسې ته ځینې هغه شیان حلالوم چې پر تاسې حرام شوي وو، او ما تاسې ته ستاسې د رب له لورې نښه راوړې ده نو له الله څخه وډارشئ او زما مننه وکړئ.