په هغه څه خوښ دي چې الله د خپلې لورینې له مخې ورکړي دي او د هغو کسانو په هکله زیري اخلي چې له دوی وروسته پاتې او تر اوسه ورسره نه دي یو ځای شوي چې نه به پرې ډار وي او نه به غمجن کیږي.
دا کسان هغه دي چې خلکو ورته وویل چې د مکې خلک ستاسې پر خلاف راټول شوي دي نو باید ترې وډارشئ دغو خبرو یې ایمان او هوډ نور هم زیات او ویي ویل: الله مو بس دی او هغه ښه کار جوړوونکی دی.