او (متقیان) هغه کسان دي چې کله کوم[۴] بد کار یا پر ځانو تیر وکړي الله رایاد کړي او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي او ایا پرته له الله بل څوک شته چې ګناهونه وبښې؟ او هم له پوهې سره پر خپلو بدو کړنو ټینګار نه کوي.
[۴] دلته فاحشه په لویه ګناه او ظلم په کوچنۍ ګناه معنا شوې( ابن جریر الطبري)
که تاسې ته زخم ورسیږي نو ستاسې مخالف قوم ته هم همدا وړ زخم رسیدلې و، دا ورځې مونږ د خلکو په مینځ کې اړوو، را اړوو تر څو الله پاک مؤمنان ښه جلاء او ستاسو ځینو خلکو ته د شهادت مقام ورکړي الله پاک ظالمان او تیري کوونکي نه خوښوي.