పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
133 : 3

وَسَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ ۙ— اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

د خپل رب د بښنې او د هغه جنت د تر لاسه کولو لپاره یو له بل څخه وړاندې شئ چې پلن والی یي اسمانونه او ځمکه دي د پرهیزګارانو لپاره تیار شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 3

الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَّآءِ وَالضَّرَّآءِ وَالْكٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَالْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚ

پرهیزګاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او ناخوښۍ دواړو وختونو کې مالونه خیراتوي، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نیکي کوونکي خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 3

وَالَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوْا لِذُنُوْبِهِمْ۫— وَمَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ ۪۫— وَلَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او (متقیان) هغه کسان دي چې کله کوم[۴] بد کار یا پر ځانو تیر وکړي الله رایاد کړي او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي او ایا پرته له الله بل څوک شته چې ګناهونه وبښې؟ او هم له پوهې سره پر خپلو بدو کړنو ټینګار نه کوي. info

[۴] دلته فاحشه په لویه ګناه او ظلم په کوچنۍ ګناه معنا شوې( ابن جریر الطبري)

التفاسير:

external-link copy
136 : 3

اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَجَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ؕ

ددې کسانو بدله د رب له لورې بښنه او هغه تل پاتې جنتونه دي چې ویالې به پکې بهیږي او دا د عمل کوونکو لپاره ښه بدل دی. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 3

قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ ۙ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په تحقیق سره له تاسې څخه وړاندې ډیرې پیښې تیرې شوي دي، په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې د درواغ ګڼونکو پای څرنګه وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
138 : 3

هٰذَا بَیَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟

دا قران د عامو خلکو لپاره بیان او د پرهیزګارانو لپاره هدایت او پند دی. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 3

وَلَا تَهِنُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

او تاسې مه سستیږئ او مه وارخطا، برې ستاسې په برخه دی که تاسې مؤمنان یاست. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 3

اِنْ یَّمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهٗ ؕ— وَتِلْكَ الْاَیَّامُ نُدَاوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ ۚ— وَلِیَعْلَمَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَیَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَآءَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

که تاسې ته زخم ورسیږي نو ستاسې مخالف قوم ته هم همدا وړ زخم رسیدلې و، دا ورځې مونږ د خلکو په مینځ کې اړوو، را اړوو تر څو الله پاک مؤمنان ښه جلاء او ستاسو ځینو خلکو ته د شهادت مقام ورکړي الله پاک ظالمان او تیري کوونکي نه خوښوي. info
التفاسير: