ای محمده! ووایه چې : مونږ په الله او په هغه څه ایمان راوړی دی چې پر مونږ نازل کړای شوي دي او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې په ابراهیم، اسماعیل، اسحق، یعقوب، او د هغوی پر(پیغمبرانو) اولادونو نازل شوي او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې موسې علیه السلام، عیسې علیه السلام، او نورو پیغمبرانو علیهم السلام ته د رب له لورې ورکړای شوي دي، مونږ د هغوې په مینځ کې هیڅ توپیر نه کوو او مونږ یوازې یو الله ته غاړه ایښوونکي یو.
هغو خلکو ته به الله څنګه هدایت وکړي؟هغو خلکو ته به الله څنګه هدایت وکړي؟ چې له ایمان راړلو، د رسول په حقانیت له شهادت ورکولو او د واضحو او ښکاره دلیلونو له راتګ وروسته کافران شوی دي؟ الله د ظالمانو ډلې ته هدایت نه کوي.
او دا خبره هم پخه ده هغه کسان چې کافران مړه شول نو له یوه څخه به یې هم ونه منل شي چې د خپل ځان د خلاصون لپاره ډکه ځمکه سره زر فدیه او خیرات کړي د همدوی لپاره دردناک عذاب دی، او هیڅ ملاتړ به یې نه وي.