ملایکو ورته په داسې حال کې چې هغه په جومات کې پر لمانځه ولاړ ؤ غږ کړ چې :بې شکه الله پاک تاته د یحیې زیری درکوي هغه به د الله کلمه رښتینې ګڼي، غوره او مشر به وي، له هر ډول نفسي هیلو څخه به یې ځان منع کړی وي، پیغمبر به وي، او په نیکو کسانو کې به شمیرل کیږي.
( زکریا) وویل: ای زما ره هلک به له کومه شي؟ زه زوز شوی او ښځه مې شنډه ده( ملایکو) وویل: هو! په همدی ډول به ستا ځوی پیدا شي الله پاک هر څه کوي چې اراده یې وکړي.
( ای محمده!) هغه وخت یاد کړه چې ملایکو مریمې ته وویل ای مریمې! الله پاک تاته د یوې خبرې زیری درکوي ستا د زوی نوم به مسیح عیسې ځوی د مریمې وي، د دنیا او اخرت مخور او الله ته له نژدې کړی شوو بنده ګانو څخه به وي.