مؤمنان باید پرته له مسلمانانو کافران دوستان ونه نیسي او که څوک دا کار وکړي نو له الله سره یې هیڅ اړیکي نشته خو د هغې دوستۍ څه باک نشته چې د هغوی له شر څخه پرې ځانونه وژغورئ الله تاسې له خپل ځان څخه ډاروي، ورتګ یوازې یو الله ته دی.
ای محمده! ووایه چې که تاسې د خپلو سینو خبرې پټې کړئ او یا یې ښکاره، الله ته معلومې دي، او هغه هم ښه ورته معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او الله پاک په هر څه توانا دی.