په تحقیق سره الله پاک د هغو کسانو خبره اوریدلې ده چې ویل یې الله فقیر او مونږ غنیان یوـ ژر به یې مونږ دا وینا ولیکو او هم یې په ناحقه د پیغمبرانو وژل او ورته به ووایو چې اوس د سوزوونکي اور عذاب وڅکئ.
دوي هغه کسان دي چې ویل به یې الله پاک مونږ ته حکم کړی دی چې باید په هیڅ رسول تر هغو ایمان رانه وړو تر څو داسې قرباني راوړي چې اور یي وسوزوي ورته ووایه چې له ما څخه وړاندې رسولان له ښکاره دلایلو او ستاسو له دغو خبرو سره تاسې ته راغلي وو نو که ریښتیني يي نو بیا مو ولې هغوی وژل.
خامخا به تاسې په مالونو او ځانونو کې وازمایل شئ او هم به خامخا له هغو کسانو چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړای شوی، او له مشرکانو څخه ډیرې بدې خبرې واورئ، نو که تاسې صبر وکړئ او پرهیزګاري خپله کړئ نو بې شکه دا له لوړو او غورو کارونو څخه دی.