نو بالاخر د الله له نعمت او لورینې سره راستانه او هیڅ ډول سختي او بدي[۲۰] ور ونه رسیده د الله د خوښۍ او رضاء پیروي یې وکړه او الله پاک د ډیرې لوی مهربانۍ څښتن دی.
او تا باید د هغو کسانو هلې ځلې غمجن نه کړي چې د کفر په لار کې یو له بل څخه وړاندې والی کوي، الله پاک ته هیڅ زیان نه شي رسولای الله غواړي چې هغوی ته اخرت کې هیڅ برخه ونه ټاکي او د هغوی لپاره لوی عذاب دی.
کافران باید ګمان ونه کړي چې زمونږ له لورې ورکړی مهلت به یې په ګټه وي نه: لکې مونږ مهلت ورکړی دی چې ګناهونه نور هم زیات کړي او د هغوی لپاره سپکوونکی عذاب دی.
دا د الله اک ( سنت) نه دي چې مؤمنان په همدغه حال پریږدي چې اوس پرې تاسې یاست، تر څو ناپاک له پاک څخه جلا نه کړي او دا هم دالله پاک( سنت) نه دي چې تاسې له غیبو څخه خبر کړي بلکې الله پاک په خپله خوښه له خپلو رسولانو څخه ځیني غوره کوي[۲۱] نو باید په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ که ایمان مو را وړ او پرهیزګاري مو وکړه نو لوی اجر مو په برخه دی.
هغه کسان چې د الله له لورې په ورکړې شوې مهربانۍ کې بخیلي کوي ګمان باید ونه کړي چې دا یي په ګټه ده، نه : بلکې دا ورته ډیر بد دي د قیامت په ورځ به هغه څه ورته د غاړې هار شي چي بخیلي یي پرې کوله او اسمانونه او ځمکې یوازې الله ته پاتې کیږي، الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.