पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
174 : 3

فَانْقَلَبُوْا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ لَّمْ یَمْسَسْهُمْ سُوْٓءٌ ۙ— وَّاتَّبَعُوْا رِضْوَانَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَظِیْمٍ ۟

نو بالاخر د الله له نعمت او لورینې سره راستانه او هیڅ ډول سختي او بدي[۲۰] ور ونه رسیده د الله د خوښۍ او رضاء پیروي یې وکړه او الله پاک د ډیرې لوی مهربانۍ څښتن دی. info

[۲۰] لکه زخم، قتل او ماتې ( ابن جریر الطربی)

التفاسير:

external-link copy
175 : 3

اِنَّمَا ذٰلِكُمُ الشَّیْطٰنُ یُخَوِّفُ اَوْلِیَآءَهٗ ۪— فَلَا تَخَافُوْهُمْ وَخَافُوْنِ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پخه خبره ده همدا ده چې همدا شیطان مو له خپلو ملګرو څخه ډاروي باید له هغو څخه ونه ډ‌اریږئ او یوازې له مانه و ډارشئ که تاسې مؤمنان یاست. info
التفاسير:

external-link copy
176 : 3

وَلَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ ۚ— اِنَّهُمْ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— یُرِیْدُ اللّٰهُ اَلَّا یَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

او تا باید د هغو کسانو هلې ځلې غمجن نه کړي چې د کفر په لار کې یو له بل څخه وړاندې والی کوي، الله پاک ته هیڅ زیان نه شي رسولای الله غواړي چې هغوی ته اخرت کې هیڅ برخه ونه ټاکي او د هغوی لپاره لوی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
177 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْاِیْمَانِ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بې شکه هغه کسان چې کفر یې په ایمان رانیولی دی الله ته هیڅ تاوان نه شي رسولای او د هغوی لپاره دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 3

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ خَیْرٌ لِّاَنْفُسِهِمْ ؕ— اِنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ لِیَزْدَادُوْۤا اِثْمًا ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟

کافران باید ګمان ونه کړي چې زمونږ له لورې ورکړی مهلت به یې په ګټه وي نه: لکې مونږ مهلت ورکړی دی چې ګناهونه نور هم زیات کړي او د هغوی لپاره سپکوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
179 : 3

مَا كَانَ اللّٰهُ لِیَذَرَ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ حَتّٰی یَمِیْزَ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُطْلِعَكُمْ عَلَی الْغَیْبِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَجْتَبِیْ مِنْ رُّسُلِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۪— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۚ— وَاِنْ تُؤْمِنُوْا وَتَتَّقُوْا فَلَكُمْ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

دا د الله اک ( سنت) نه دي چې مؤمنان په همدغه حال پریږدي چې اوس پرې تاسې یاست، تر څو ناپاک له پاک څخه جلا نه کړي او دا هم دالله پاک( سنت) نه دي چې تاسې له غیبو څخه خبر کړي بلکې الله پاک په خپله خوښه له خپلو رسولانو څخه ځیني غوره کوي[۲۱] نو باید په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ که ایمان مو را وړ او پرهیزګاري مو وکړه نو لوی اجر مو په برخه دی. info

[۲۱] او بیا د غیبو معلومات ورکوي( عزیزالتفاسیر).

التفاسير:

external-link copy
180 : 3

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ هُوَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ ؕ— سَیُطَوَّقُوْنَ مَا بَخِلُوْا بِهٖ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠

هغه کسان چې د الله له لورې په ورکړې شوې مهربانۍ کې بخیلي کوي ګمان باید ونه کړي چې دا یي په ګټه ده، نه : بلکې دا ورته ډیر بد دي د قیامت په ورځ به هغه څه ورته د غاړې هار شي چي بخیلي یي پرې کوله او اسمانونه او ځمکې یوازې الله ته پاتې کیږي، الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی. info
التفاسير: