يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.
او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی د خرچ کولو د هغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته د خپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات د کفر د صفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ثبوت قِوَامة الرجال على النساء بسبب تفضيل الله لهم باختصاصهم بالولايات، وبسبب ما يجب عليهم من الحقوق، وأبرزها النفقة على الزوجة.
ثبوت د سرپرستئ د سړو په زنانه و باندې په سبب د غوره کولو د الله تعالی دې سړو لره په خاص کولو د سرپرستئ سره، او په سبب د هغو حقونو چې په سړو باندې واجب دي، او د ټولو نه اوچت چې یې په ښځه باندې نفقه کول دي.
• التحذير من البغي وظلم المرأة في التأديب بتذكير العبد بقدرة الله عليه وعلوه سبحانه.
ویره ورکول د زیاتي کولو نه او د ظلم کولو نه په زنانه باندې د ادب ورکولو په وخت کې په یادولو د قدرت د الله تعالی لره په دې سړي باندې او د هغه اوچتوالی په دې باندې.
• التحذير من ذميم الأخلاق، كالكبر والتفاخر والبخل وكتم العلم وعدم تبيينه للناس.
د بدو اخلاقو څخه ویره ورکول، لکه لویې کول، فخر کول، بخل، د علم پټول او خلکو ته یې نه بیانول.