او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او د هغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو د هغوی د جنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره د هغوی د چلونو او د تکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي.
ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی د یهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتابونو چې ستاسو سره دي د تورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو د شا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو د الله تعالی د رحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ د دې څخه د شنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې د شنبې په ورځ يې د ماهیانو ښکار کړی و وروسته د دې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی د هغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله د الله تعالی خامخا واقع کیدونکی.
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال د هغو یهودو ته چې الله تعالی ورته د علم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته د الله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي د محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• كفاية الله للمؤمنين ونصره لهم تغنيهم عما سواه.
بس والی د الله تعالی مومنانو لره او د هغه مدد مومنانو سره دوی لره بی حاجته کوي د بل هر چا څخه.
• بيان جرائم اليهود، كتحريفهم كلام الله، وسوء أدبهم مع رسوله صلى الله عليه وسلم، وتحاكمهم إلى غير شرعه سبحانه.
د یهودیانو د جرمونو بیانول، لکه د الله تعالی د وحې تحریفول، او د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره بی ادبي کول، او د الله تعالی د شرعی نه بغیر نورو قانونو ته فیصلې وړل.
• بيان خطر الشرك والكفر، وأنه لا يُغْفر لصاحبه إذا مات عليه، وأما ما دون ذلك فهو تحت مشيئة الله تعالى.
د شرک او کفر د خطر بیانول، او یقینا دا نه بښل کیږی مشرک ته کله چې په شرک باندې مړ شي، او هر چې ښکته د دې نه نور ګناهونه دي نو هغه د الله تعالی د مشیئت لاندې دي.