ای خلکو! د خپل رب څخه وویریږئ، پس الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست له یو نفس نه چې هغه ستاسو پلار آدم علیه السلام دی، او پیدا کړې يې ده له آدم علیه السلام نه د هغه بي بي؛ حواء چې ستاسو مور ده، او خواره کړي يې دي د دغو دواړو له نسل څخه په ځمکه کې ډیر انسانان؛ نر او ښځې، او وویریږئ د الله تعالی څخه هغه چې سوال کوئ بعضی ستاسو د بعضو نه د هغه په نامه چې داسې وایئ: د الله په نامه دا کار داسې وکړه، او وویریږئ د پرې کولو د خپلولۍ نه هغه چې تاسو د یو بل سره نښلوي، بیشکه الله تعالی په تاسو څارونکی دی، نو هغه ستاسو هیڅ عمل نه هیروي، مګر هغه حسابوي او تاسو ته پرې جزا درکوي.
او که چیرته تاسې ویریږئ چې انصاف به ونه کړی شئ کله چې تاسې یتیمانې انجونې په نکاح کړئ هغه چې ستاسو د ولایت لاندې دي، یا له ویرې د کموالي نه د هغوی په واجب مهر کې، او یا د هغوی سره د بدې معاملې له وجې نه، نو بس پریږدئ دوی لره او نکاح وکړئ د پاک لمنو مېرمنو سره پرته له یتیمانو انجونو، که چیرته ستاسو خوښه وي نکاح وکړئ له دوو ښځو سره یا د دریو ښځو سره او یا له څلورو سره، او که چیرته تاسو ویریږئ چې د مېرمنو ترمنځ به انصاف ونه کړای شئ نو بیا په یوه باندې بسنه وکړئ، او یا فایده واخلئ په هغو سره چې مالکان دی ستاسو ښې لاسونه یې له وینځو نه؛ ځکه چې د هغوئ هغه شان حقونه نشته لکه څرنګه چې د (ازادو) ښځو حقونه وي، دا حکم چې په آیت کې راغلی د یتیمو انجونو په اړه او بسنه کول په یوه ښځه باندې او یا فایده اخیستل له وینځې نه ډیر نږدې دي دیته چې تاسو به ظلم ونه کړئ او د حق نه به کاږه نشئ.