ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او د هغه د رسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې د هر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي د یو کس او مالداري د هغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو د ګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی د هغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ د خواهشاتو په ګواهۍ کولو کې د دې لپاره چې د حق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو د هغې د ادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی.
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او د هغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د قیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو د نیغې لارې څخه په لري والی لوی سره.
دا عذاب ځکه دی چې دوی نیولي وو کافرانو لره مددګاران او دوستان په غیر له مومنانو نه، او یقینا تعجب دی دې کار لره چې دوی یې ګرځولی چې دوستانه ورسره کوي، آیا دوی لټوي د دوی سره قوت او ساتنه د دې لپاره چې په دې باندې اوچت شي؛! نو پس قوت او ساتنه ټول خاص الله تعالی لره دي.