یُوْصِیْكُمُ اللّٰهُ فِیْۤ اَوْلَادِكُمْ ۗ— لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ۚ— فَاِنْ كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۚ— وَاِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ؕ— وَلِاَبَوَیْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ اِنْ كَانَ لَهٗ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلَدٌ وَّوَرِثَهٗۤ اَبَوٰهُ فَلِاُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهٗۤ اِخْوَةٌ فَلِاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُوْنَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته د میراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ د اولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان د دوو برخو د جینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر د نر بچې نه؛ نو د دوو یا د دوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا د هغې لپاره نیمه برخه د هغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره د هر یو د مور او پلار د مړي شپږمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که د دې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي د دې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر د مور او پلار څخه؛ نو د مور لپاره یې بیا دریمه حصه د مال ده، او پاتې ټول میراث د پلار حق دی، او که چیرته وي د دې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا د دې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال د پلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او د میراث تقسیم به وي وروسته د اداء کولو د هغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط د اداء کولو د هغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی د میراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو د پلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به د یو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې د شر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي د هغه وارث حالات د دې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې د خپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې د خپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې.
التفاسير:
المُيسَّر
السعدي
البغوي
ابن كثير
الطبري