او بخښنه او معافي له الله تعالی څخه وغواړه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغه باندې.
او څوک چې وکړي ګناه وړه یا غټه نو بیشکه د دې سزا به یواځې په ده باندې وي، بل چاته به نه رسیږي، او دی الله تعالی پوهه د بندګانو په عملونو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.
او اې رسوله که پر تا د الله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا د لار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لار ورکي کوي، ځکه د هغوی د لار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او د الله د ساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لارښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او د الله پېرزوينه پر تا د نبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• النهي عن المدافعة والمخاصمة عن المبطلين؛ لأن ذلك من التعاون على الإثم والعدوان.
د باطل پرستو په ننګ جګړه کول او له هغوی څخه د دفاع کولو څخه منع، ځکه چې دا کار د هغوی سره په ګناه او تیري کولو کې مرسته ده.
• ينبغي للمؤمن الحق أن يكون خوفه من الله وتعظيمه والحياء منه فوق كل أحد من الناس.
مناسب دې ریښتونې مومن لره چې د هغه ویره یواځې د الله تعالی څخه وي او د هغه لويې او د هغه څخه حیا کول باید د ټولو خلکو څخه اوچته وي.
• سعة رحمة الله ومغفرته لمن ظلم نفسه، مهما كان ظلمه إذا صدق في توبته، ورجع عن ذنبه.
د الله تعالی د رحمت پراخي او د هغه بخښنه هغه چاته چې په خپل ځان يې ظلم کړی وي، که هر څومره ظلم وي کله چې هغه په خپله توبه کې ریښتونی وي، او د خپلې ګناه څخه واوړي.
• التحذير من اتهام البريء وقذفه بما لم يكن منه؛ وأنَّ فاعل ذلك قد وقع في أشد الكذب والإثم.
ویره ورکول دي د تهمت لګولو څخه په یو بری کس او د هغه ویشتل په هغه ګناه چې هغه نه وي کړي؛ او یقینا د دې کار کوونکی په سختو دروغو او ګناه کې واقع شوی.