وَّالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ۚ— كِتٰبَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ۚ— وَاُحِلَّ لَكُمْ مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِاَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ ؕ— فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهٖ مِنْهُنَّ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِیْضَةً ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا تَرٰضَیْتُمْ بِهٖ مِنْ بَعْدِ الْفَرِیْضَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول د واده شوو زنانه و سره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو د هغوئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی د هغوئ سره وروسته د پاکوالي د هغوئ د بچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو د نفسونو او بچ کول د هغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې د زنا، نو د کومو زنانه و څخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته د ټاکلو د واجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه د مهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې.
التفاسير: