قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
24 : 4

وَّالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ۚ— كِتٰبَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ۚ— وَاُحِلَّ لَكُمْ مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِاَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ ؕ— فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهٖ مِنْهُنَّ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِیْضَةً ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا تَرٰضَیْتُمْ بِهٖ مِنْ بَعْدِ الْفَرِیْضَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول د واده شوو زنانه و سره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو د هغوئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی د هغوئ سره وروسته د پاکوالي د هغوئ د بچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو د نفسونو او بچ کول د هغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې د زنا، نو د کومو زنانه و څخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته د ټاکلو د واجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه د مهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 4

وَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا اَنْ یَّنْكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ فَتَیٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِكُمْ ؕ— بَعْضُكُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۚ— فَانْكِحُوْهُنَّ بِاِذْنِ اَهْلِهِنَّ وَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ مُحْصَنٰتٍ غَیْرَ مُسٰفِحٰتٍ وَّلَا مُتَّخِذٰتِ اَخْدَانٍ ۚ— فَاِذَاۤ اُحْصِنَّ فَاِنْ اَتَیْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَیْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَی الْمُحْصَنٰتِ مِنَ الْعَذَابِ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ ؕ— وَاَنْ تَصْبِرُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او هغه څوک چې وسه نه لري ستاسو څخه -ای سړو- د مال د کموالي له امله چې نکاح وکړي د ازادو زنانه و سره نو جایز دی دې لره نکاح کول د وینځو سره چې ستاسو نه پرته د بل چا وینځې وي، په دې شرط چې په ظاهر کې تاسو ته مومنانې ښکاري، او الله تعالی ښه پوهه دي په حقیقت د ایمانونو ستاسو او په پټو حالاتو ستاسو، او تاسو او هغوئ برابر یاستئ په دین او انسانیت کې، نو بس تاسو مه اوړئ د نکاح کولو نه د هغوی سره، او تاسو نکاح کړئ هغوی په اجازه د مالکانو د هغوی، او ورکړئ هغوی ته مهرونه د هغوی پرته له کموالي او وروسته والي څخه، دا پدې شرط چې هغوی پاک لمنې وي په ښکاره ډول زنا کاري نه وي، او نه وي نیوونکې پټو یارانو لره لپاره د زنا کولو د هغوی سره په پټه باندې، نو کله چې دا وینځې نکاح وکړي، او بیا بدکارۍ (زنا) ته راتګ وکړي نو د هغوئ سزا په شان د نیمې سزا د ازادو ښځو ده: پنځوس دُرې دي، او د هغوئ په کاڼو ویشتل نشته، برخلاف د ازادو زنانه و کله چې هغوی زنا وکړي. دا چې بیان شو د نکاح جواز د پاک لمني مومنې وینځې سره د هغه چا لپاره رخصت دی چې په خپل ځان په زنا کې د واقع کیدو نه ویریږي، او د ازادو زنانه و سره د نکاح وسه یې نه وي، سره د دې نه چې د وینځو سره د نکاح کولو څخه صبر کول ډیر بهتر دي؛ د دې وجې نه چې غلامان بچې ډیر نشي، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي د خپلو بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې هغوی ته یې د وینځو سره نکاح کول جایز کړي په هغه وخت کې چې انسان د ازادې زنانه سره نکاح نشي کولی او په زنا کې د واقع کیدو څخه ویریږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 4

یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُبَیِّنَ لَكُمْ وَیَهْدِیَكُمْ سُنَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَیَتُوْبَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟

غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• حُرمة نكاح المتزوجات: حرائر أو إماء حتى تنقضي عدتهن أيًّا كان سبب العدة.
د واده شوي زنانه و سره نکاح کول حرام دي: آزادې زنانه وي او که وینځې وي تر څو چې عدت يې نه وي ختم شوی که د عدت سبب يې هر څه وي. info

• أن مهر المرأة يتعين بعد الدخول بها، وجواز أن تحط بعض مهرها إذا كان بطيب نفس منها.
د زنانه مهر د هغې سره د کوروالې نه وروسته لازمیږي، او جایز دي ښځې لره چې په خپله خوښه د مهر څه حصه کمه کړي. info

• جواز نكاح الإماء المؤمنات عند عدم القدرة على نكاح الحرائر؛ إذا خاف على نفسه الوقوع في الزنى.
د مومنو وینځو سره نکاح کول جایز دي کله چې څوک د ازادو ښځو سره د نکاح کولو وسه نه لري؛ او په خپل ځان باندې په زنا کې د واقع کیدلو نه ویریږي. info

• من مقاصد الشريعة بيان الهدى والضلال، وإرشاد الناس إلى سنن الهدى التي تردُّهم إلى الله تعالى.
د شریعت د مقاصدو څخه د هدایت او ګمراهۍ بیانول دي، او خلکو ته د سمې لاري ښودل دي هغه لار چې د الله تعالی طرف ته يې ورګرځوي. info