قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
87 : 4

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ حَدِیْثًا ۟۠

الله تعالی دی نشته بل څوک لایق د عبادت په حق سره پغیر د هغه څخه، خامخا راغونډ به کړي اول او اخر ستاسې په ورځ د قیامت هغه ورځ چې هیڅ شک پکې نشته؛ لپاره د بدلې درکولو ستاسو په عملونو باندې، او نشته هیڅوک ریښتیا وینا کوونکی د الله تعالی څخه. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 4

فَمَا لَكُمْ فِی الْمُنٰفِقِیْنَ فِئَتَیْنِ وَاللّٰهُ اَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوْا ؕ— اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَهْدُوْا مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا ۟

څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره د تعامل کې د منافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ د هغوی سره د هغوی د کفر په وجه، او بله ډله د هغوی سره جنګ کول ناروا بولي د هغوی د ایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو د هغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب د عملونو د دوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لاره روان کړئ چې الله تعالی ورته د حق د قبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لاری کړي نو هیڅکله به هم ته د هغه لپاره د هدایت لاره ونه مومې. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 4

وَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ كَمَا كَفَرُوْا فَتَكُوْنُوْنَ سَوَآءً فَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ اَوْلِیَآءَ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ ۪— وَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۙ

ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به د هغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ د کافرانو څخه دوستان د هغوی د دښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي د الله تعالی په لاره کې د کفر د کور څخه د اسلام کور ته چې دلالت کونکی وي د دوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ د دوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ د دوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو د دښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 4

اِلَّا الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ اِلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ اَوْ جَآءُوْكُمْ حَصِرَتْ صُدُوْرُهُمْ اَنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ اَوْ یُقَاتِلُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْكُمْ فَلَقٰتَلُوْكُمْ ۚ— فَاِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ وَاَلْقَوْا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ ۙ— فَمَا جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیْلًا ۟

مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او د هغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو د جنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې د هغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه د خپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ د الله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او د هغوی په وژلو او بندي کولو لاس مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لاره د جنګ کولو او یا د هغوی د قیدې کولو. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 4

سَتَجِدُوْنَ اٰخَرِیْنَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّاْمَنُوْكُمْ وَیَاْمَنُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— كُلَّ مَا رُدُّوْۤا اِلَی الْفِتْنَةِ اُرْكِسُوْا فِیْهَا ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَعْتَزِلُوْكُمْ وَیُلْقُوْۤا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ وَیَكُفُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟۠

زر دی چې وبه مومئ تاسو -ای مومنانو- یوه بله ډله د منافقانو څخه چې تاسو ته خپل ایمان ښکاره کوي د دې لپاره چې خپل ځانونه بچ وساتي، او خپل قوم ته به کفر ښکاره کوي کله چې هغوی ته واپس شي چې د هغوی څخه هم خپل ځان بچ وساتي، کله چې دوی ته بلنه ورکړل شي په الله تعالی باندې کفر او شرک کولو ته نو دوی په هغې کې واقع شي په سختو واقع کیدلو سره، نو دا کسان کله چې ستاسو سره جنګ کول پرې نه ږدي، او تاسو ته غاړه هم کې نږدي په داسې حال کې چې صلح کوونکي وي، او ستاسو څخه خپل لاسونه هم بند نه کړي؛ نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او دغه کسان چې دا صفتونه یې دي مونږ ګرځولی ستاسو لپاره د هغوی په نیولو او وژلو باندې ښکاره دلیل؛ د هغوی د دوکې او چل د وجې نه. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• خفاء حال بعض المنافقين أوقع الخلاف بين المؤمنين في حكم التعامل معهم.
د بعضو منافقانو د پټ حال د وجې نه یې مومنان په خپلو منځونو کې سره په اختلاف کې اچولي دي هغوی سره د تعامل باره کې. info

• بيان كيفية التعامل مع المنافقين بحسب أحوالهم ومقتضى المصلحة معهم.
بیان د طریقی د تعامل د منافقانو سره د هغوی د احوالو مطابق او څه چې د هغوی سره د مصلحت تقاضا وي. info

• عدل الإسلام في الكف عمَّن لم تقع منه أذية متعدية من المنافقين.
د اسلام عدل په لاس بندولو سره د هغو منافقانو څخه چې د هغوی څخه مسلمانانو ته ضرر نه رسیږي. info

• يكشف الجهاد في سبيل الله أهل النفاق بسبب تخلفهم عنه وتكلُّف أعذارهم.
د الله تعالی په لاره کې جهاد کول منافقان راښکاره کوي د هغوی د وروسته پاتی کیدلو په وجه د جهاد څخه او دوجې د هغوی د سختو عذرونو څخه. info