Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango.

Tonngoode hello ngoo:close

external-link copy
135 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّٰهِ وَلَوْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ ۚ— اِنْ یَّكُنْ غَنِیًّا اَوْ فَقِیْرًا فَاللّٰهُ اَوْلٰی بِهِمَا ۫— فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوٰۤی اَنْ تَعْدِلُوْا ۚ— وَاِنْ تَلْوٗۤا اَوْ تُعْرِضُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او د هغه د رسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې د هر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي د یو کس او مالداري د هغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو د ګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی د هغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ د خواهشاتو په ګواهۍ کولو کې د دې لپاره چې د حق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو د هغې د ادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْ نَزَّلَ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او د هغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د قیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو د نیغې لارې څخه په لري والی لوی سره. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ سَبِیْلًا ۟ؕ

یقینا هغه کسان چې تکرار شوی د هغوی څخه کفر وروسته د ایمان څخه، داسې چې ایمان یې راوړی دی بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، بیا یې ایمان راوړی، بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، او بیا کلک پاتې شوي په خپل کفر باندې او مړه شوي دي په هغه باندې؛ نه دی الله تعالی چې وبخښې دوی ته ګناهونه د دوی، او نه دی الله تعالی چې توفیق ورکړي دوی ته نیغې لارې ته هغه چې الله تعالی ته رسیدونکې لار ده. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 4

بَشِّرِ الْمُنٰفِقِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمَا ۟ۙ

زیری ورکړه -ای پیغمبره- منافقانو ته هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر، چې یقینا د دوی لپاره د الله تعالی په نیز د قیامت په ورځ عذاب دردوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 4

١لَّذِیْنَ یَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— اَیَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ۟ؕ

دا عذاب ځکه دی چې دوی نیولي وو کافرانو لره مددګاران او دوستان په غیر له مومنانو نه، او یقینا تعجب دی دې کار لره چې دوی یې ګرځولی چې دوستانه ورسره کوي، آیا دوی لټوي د دوی سره قوت او ساتنه د دې لپاره چې په دې باندې اوچت شي؛! نو پس قوت او ساتنه ټول خاص الله تعالی لره دي. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 4

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ اَنْ اِذَا سَمِعْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ یُكْفَرُ بِهَا وَیُسْتَهْزَاُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوْا مَعَهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖۤ ۖؗ— اِنَّكُمْ اِذًا مِّثْلُهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ جَامِعُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْكٰفِرِیْنَ فِیْ جَهَنَّمَ جَمِیْعَا ۟ۙ

او په تحقیق سره رالیږلي و الله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې د هغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او د هغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل د کیناستلو د هغوی سره او ګرځیدل د هغوی د مجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته د کفر کولو نه د الله تعالی په آیتونو او د مسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت د کفر کولو په آیتونو د الله تعالی او په حالت د مسخرو کولو په هغې باندې وروسته د اوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم د هغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم د الله تعالی؛ ځکه چې تاسو د الله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره د الله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي د کافرانو سره په اور د جهنم کې د قیامت په ورځ. info
التفاسير:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• وجوب العدل في القضاء بين الناس وعند أداء الشهادة، حتى لو كان الحق على النفس أو على أحد من القرابة.
واجب دي عدل او انصاف کول په فیصله کولو کې د خلکو ترمنځ او په وخت د ادا کولو د ګواهۍ، اګر که دا حق په خپل نفس او یا په خپلو خپلوانو وي. info

• على المؤمن أن يجتهد في فعل ما يزيد إيمانه من أعمال القلوب والجوارح، ويثبته في قلبه.
په مومن باندې لازمه ده چې کوشش وکړي په کولو د هغو عملونو چې د هغه ایمان زیاتوي د زړه د عملونو څخه او د اندامونو د عملونو څخه، او باید په خپل زړه کې یې مضبوط کړي. info

• عظم خطر المنافقين على الإسلام وأهله؛ ولهذا فقد توعدهم الله بأشد العقوبة في الآخرة.
غټ خطر د منافقانو په اسلام او مسلمانانو باندې؛ او ددې وجې نه الله تعالی ویرولي په سخته سزا سره په اخرت کې. info

• إذا لم يستطع المؤمن الإنكار على من يتطاول على آيات الله وشرعه، فلا يجوز له الجلوس معه على هذه الحال.
کله چې مومن وسه نه لرې د انکار کولو په هغه چا باندې چې د الله تعالی په ایتونو او شرع باندې تیری کوي، نو بیا ندي جایز هغه لره کیناستل د هغه سره په دې حال کې. info