ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
45 : 4

وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاَعْدَآىِٕكُمْ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَلِیًّا ؗۗ— وَّكَفٰی بِاللّٰهِ نَصِیْرًا ۟

او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او د هغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو د هغوی د جنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره د هغوی د چلونو او د تکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 4

مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ وَّرَاعِنَا لَیًّا بِاَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِی الدِّیْنِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ قَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَقْوَمَ ۙ— وَلٰكِنْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

له یهودو څخه یو بد قوم دی بدلوي هغه خبرې چې الله تعالی رالیږلي دي، نو بس د هغه تفسیر کوي خلاف د هغه څه چې الله تعالی رالیږلي دي، او وایې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته کله چې ورته هغه په څه شي باندې امر وکړي: مونږ ستا خبره اورو، او ستا د کار مخالفت کوو، او وایې دوی د مسخرې په ډول: واوره هغه څه چې مونږ یې وایو ته دې اورول ونه کړی شی؛ او دوی ښکاره کوي په خپلې دې وینا سره: «راعنا» چې دوی دا غواړي: ستا غوږ مونږ ته متوجه کړه، او بلکه د دوی مقصد کنځل کول وي (شپونکې، یا کم عقل او غبي)؛ اړوي راړوي په دې سره ژبې خپلې، دوی اراده د بد دعایۍلري په پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او هدف د دوی په دین کې عیب ویل وي، او که چیرته دوی ویلی وئ: مونږ ستا وینا واوریده، او ستا تابعداري کوو، په بدل د وینا د دوی کې: مونږ ستا خبره واوریده، او ستا تابعداري نه کوو، او ویلی یې وئ: واوره، په ځای د وینا د دوی: واوره تا ته دې اورول ونه کړی شي، او دوی ویلي وی: مونږ ته لږ انتظار وکړه چې مونږ په هغه څه پوهه شو چې ته یې وایې، په ځاي د وینا د دوی: راعنا (زمونږ شپونکیه، یا کم عقل او غبي)؛ دا به خامخا دوی لره غوره وی د هغه څه نه چې دوی اول ویلی و، او ډیره برابره خبره به وي د هغې نه؛ ځکه چې په دې کې خایسته ادب دی، هغه چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د شان سره مناسب دی، خو لکن الله تعالی په دوی باندې لعنت کړی دی، نو دوی یې د خپل رحمت څخه شړلي دي د دوی د کفر په وجه، نو دوی داسې ایمان نه راوړي چې دوی ته فایده ورسوي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اٰمِنُوْا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّطْمِسَ وُجُوْهًا فَنَرُدَّهَا عَلٰۤی اَدْبَارِهَاۤ اَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّاۤ اَصْحٰبَ السَّبْتِ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟

ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی د یهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتابونو چې ستاسو سره دي د تورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو د شا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو د الله تعالی د رحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ د دې څخه د شنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې د شنبې په ورځ يې د ماهیانو ښکار کړی و وروسته د دې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی د هغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله د الله تعالی خامخا واقع کیدونکی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 4

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤی اِثْمًا عَظِیْمًا ۟

بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی د خپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته د شرک او کفر څخه د ګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي د هغه د ګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې د الله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُزَكُّوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— بَلِ اللّٰهُ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال د هغو کسانو چې د خپل ځان او د خپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې د زړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي د هغوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي(زړي) په منځ کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 4

اُنْظُرْ كَیْفَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَكَفٰی بِهٖۤ اِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠

وګوره ته -ای پیغمبره- څرنګه دوی جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په ستایلو د دوی ځانونو خپلو لره! او دا یوه ګناه بسنه کوي د دې لپاره چې ښکاره کړي د دوی بې لارېتوب لره. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوْتِ وَیَقُوْلُوْنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا هٰۤؤُلَآءِ اَهْدٰی مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا سَبِیْلًا ۟

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال د هغو یهودو ته چې الله تعالی ورته د علم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته د الله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي د محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• كفاية الله للمؤمنين ونصره لهم تغنيهم عما سواه.
بس والی د الله تعالی مومنانو لره او د هغه مدد مومنانو سره دوی لره بی حاجته کوي د بل هر چا څخه. info

• بيان جرائم اليهود، كتحريفهم كلام الله، وسوء أدبهم مع رسوله صلى الله عليه وسلم، وتحاكمهم إلى غير شرعه سبحانه.
د یهودیانو د جرمونو بیانول، لکه د الله تعالی د وحې تحریفول، او د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره بی ادبي کول، او د الله تعالی د شرعی نه بغیر نورو قانونو ته فیصلې وړل. info

• بيان خطر الشرك والكفر، وأنه لا يُغْفر لصاحبه إذا مات عليه، وأما ما دون ذلك فهو تحت مشيئة الله تعالى.
د شرک او کفر د خطر بیانول، او یقینا دا نه بښل کیږی مشرک ته کله چې په شرک باندې مړ شي، او هر چې ښکته د دې نه نور ګناهونه دي نو هغه د الله تعالی د مشیئت لاندې دي. info