क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
34 : 4

اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللّٰهُ بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ وَّبِمَاۤ اَنْفَقُوْا مِنْ اَمْوَالِهِمْ ؕ— فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَیْبِ بِمَا حَفِظَ اللّٰهُ ؕ— وَالّٰتِیْ تَخَافُوْنَ نُشُوْزَهُنَّ فَعِظُوْهُنَّ وَاهْجُرُوْهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوْهُنَّ ۚ— فَاِنْ اَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوْا عَلَیْهِنَّ سَبِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیًّا كَبِیْرًا ۟

سړی به ساتنه کوي د زنانه و، او د هغوی چارې (د زندګۍ اسباب) به سمبالوي، پدې وجه چې الله تعالی دوی خاص کړي په غوره والي سره په زنانه و باندې، او په دې وجه چې واجب دي په دې سړو باندې د نفقې نه او د سرپرستۍ کولو نه په زنانه و باندې، او هغه نیکانې د ښځو څخه چې تابعداري کوونکي وي د خپل رب، تابعداري کوونکي وي د خپل خاوند، ساتونکي وي د خپلو خاوندانو د هغوئ په غیاب کې په سبب د توفیق د الله تعالی دې زنانه و ته، او هغه زنانه چې تاسو ویریږئ د هغوی له سرغړونې څخه د خاوند د تابعدارۍ نه په وینا او چلند کې، نو اول شروع وکړئ -ای خاوندانو- هغوی ته په نصیحت کولو او د الله تعالی څخه په ویره ورکولو، نو که چیرته درله خبره ونه منې نو بیا پریږدئ هغوی لره په بیسترو کې، داسې چې شا دې ورته اړولي وي او کوروالی دې ورسره نه کوي، نو که بیا یې هم خبره ونه منله نو بیا یې ووهئ داسې وهل چې ډیر او سخت نه وي (چې په وجود کې یې د وهلو اثر پیدا نشې او یایې هډوکی مات نشي)، نو که بیا راوګرځې ستاسو اطاعت ته؛ نو بیا په هغوې تیری مه کوئ په ظلم کولو سره او یا په ملامتیا ورکولو سره، بیشکه دی الله تعالی خاوند د اوچتوالي په هر شی باندې، اوچت دی په خپل ذات او صفاتو کې نو د هغه څخه وویریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 4

وَاِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیْنِهِمَا فَابْعَثُوْا حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهٖ وَحَكَمًا مِّنْ اَهْلِهَا ۚ— اِنْ یُّرِیْدَاۤ اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللّٰهُ بَیْنَهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا خَبِیْرًا ۟

او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو د ښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف د دې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف د خاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف د زنانه د خپلوانو څخه؛ د دې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي د جدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او د دواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه د ښځې او خاوند د یوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او د هغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې د خپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 4

وَاعْبُدُوا اللّٰهَ وَلَا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّبِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْجَارِ ذِی الْقُرْبٰی وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْۢبِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُوْرَا ۟ۙ

يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.
info
التفاسير:

external-link copy
37 : 4

١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَیَكْتُمُوْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟ۚ

او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی د خرچ کولو د هغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته د خپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات د کفر د صفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• ثبوت قِوَامة الرجال على النساء بسبب تفضيل الله لهم باختصاصهم بالولايات، وبسبب ما يجب عليهم من الحقوق، وأبرزها النفقة على الزوجة.
ثبوت د سرپرستئ د سړو په زنانه و باندې په سبب د غوره کولو د الله تعالی دې سړو لره په خاص کولو د سرپرستئ سره، او په سبب د هغو حقونو چې په سړو باندې واجب دي، او د ټولو نه اوچت چې یې په ښځه باندې نفقه کول دي. info

• التحذير من البغي وظلم المرأة في التأديب بتذكير العبد بقدرة الله عليه وعلوه سبحانه.
ویره ورکول د زیاتي کولو نه او د ظلم کولو نه په زنانه باندې د ادب ورکولو په وخت کې په یادولو د قدرت د الله تعالی لره په دې سړي باندې او د هغه اوچتوالی په دې باندې. info

• التحذير من ذميم الأخلاق، كالكبر والتفاخر والبخل وكتم العلم وعدم تبيينه للناس.
د بدو اخلاقو څخه ویره ورکول، لکه لویې کول، فخر کول، بخل، د علم پټول او خلکو ته یې نه بیانول. info